IQNA

د اربعین په شپو ورځو کې به په ټول توان سره د زیارتوالو په خدمت کې وو 

8:08 - June 27, 2022
د خبر لمبر: 3485929
 د اسلامی ایران ولسمشر  ابراهیم ریسی ووییل،نن سبا عراق  د ایران ملت ته ترټولو نزدې ملت  وینو  او په مختلفو حوزو کې ترټولو نزدې اړیکو لرو .  د دواړو هیوادونو ترمینځ مو په نننیو خبرواترو کې  د سیاسی ، اقتصادي او تجارتي  اړیکو په باب  بحثونه او موافقې کړي څو په دغو حوزو کې ددواړو هیوادونو تعاملات لاپراخ شي .

ایکناخبری آژانس راپور ورکړ د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي پرون ناوخته  په تهران کې د عراق له لومړي وزیر مصطفی الکاظمي سره له خبرواترو وروسته  په ګډ خبری کنفرانس کې  ووئيل  له عراق سره د ایران اړیکې  معمولي او دودیزې نه ، بلکې ډيرې ژورې دي چې  د دواړو هیوادونو د دووملتونو په فرهنګ ،اعتقاداتو او مشترکو  باؤرونو کې جرړه لري .

 د اسلامی ایران ولسمشر  زیاته کړې ،   نن سبا عراق  د ایران ملت ته ترټولو نزدې ملت  وینو  او په مختلفو حوزو کې ترټولو نزدې اړیکو لرو .  د دواړو هیوادونو ترمینځ مو په نننیو خبرواترو کې  د سیاسی ، اقتصادي او تجارتي  اړیکو په باب  بحثونه او موافقې کړي څو په دغو حوزو کې ددواړو هیوادونو تعاملات لاپراخ شي .

  ابراهیم ریئسي  په دې خبرې کولو سره چې  دعراق له لومړي وزیر سره  په خبرو کې د شلمچې او بصرې  دریل پټلۍ د یوځاي کولو د پروژې په اجرا کې پر چټکتیا موافقه وشوه ، ووئيل ،ددغه پلان افتتاح کول  د دواړو هیوادونو د مراوداتو په آسانولو اوزیاتولو کې  ډيرې اغیزې لري .

د اسلامی ایران ولسمشر په دغه ګډ خبری کنفرانس کې  ټينګار وکړ ، په سیمې کې د پردیو شتون یا دخالت  نه یوازې مشکل حل نه کوي ، بلکې  نوره هم مشکلات جوړوي  ، نو ځکه  له یوه بل سره د مشکلاتو اومسئلو د حل لپاره د سیمې د هیوادونو دمسئولانو  دخبرواترو پر ضرورت ټينګار  کوو .  هغه روښانه کړه ، له صهیونسټي رژيم سره د اړیکو عادي کول یا  په سیمې کې د پرَدَیو   شتون به په قطعي توګه مشکل  پنځونکی وي  اوهیڅ مشکل به حل نه کړي .

دعراق لومړی وزیر مصطفی الکاظمي هم  دې خبرې ته په اشارې سره  چې  دواړه هیوادونو  همداراز موافقه وکړه څو د  هغو ایرانیو زیارتوالو د تګ راتګ د لاآسانولو لپاره  چې  نیّت لري ،د اربعیّن په شپو ورځو کې  د حضرت امام حسین علیه السلام د حرم زیارت ته لاړشي ، یو وخت منظم کړو ،ټينګار وکړ،  د اربعین په شپو ورځو کې به په ټول توان سره د زیارتوالو په خدمت کې وو  او په ورین تندي سره به ئې هرکلی کوو .

https://iqna.ir/fa/news/4066826/تسهیل-

captcha