ایکناخبری آژانس د اسلامی کلتور او ارتباطاتو د ادارې له قوله راپور راکړ، په ۱۳۹۶لمریز کال کې د بلګراد دالهیاتو پوهنځي کې د ارتودکسو کلیسا سره د خبرواترو د لومړي پړاؤ په ترسره کیدا پسې ، ددغو خبرواترو دوهم پړاؤ په بلګراد کط د ایران د کلتوري سلایارۍ په ملګرتیاسره او د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې د کلتورونو او دینونو د خبرواترو د مرکز په همت ترسره کیږي .
د خبرواترو دوهم پړاؤ د د دینونو د خبورارتو د غږملونکي اوسیاست جوړونې دشورا د مشر او د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې دمشر حجةالاسلام محمد مهدي ایماني پور،دکلتورونو او د خبرواترو د مرکز د مشر علی اکبر ضیائي او د صربستان د؛فوچا؛ پوهنتون د الهیاتو د پوهنځي دمشر پادري دارکو جوګو په په ویناؤ سره پيلیږي .
همداراز په دغې ناستې کې د صربستان د ارتودکس کلیسا دوه نور متفکران او د ایران درې مسلمان متفکران ، د خبرواترو د دوهم پړاؤ د اصلي موضوع په باب خپلې مقالې وړاندې کوي او بحث او دنظر تبادله به وکړي .
دغه کنفرانس ،د اسلامی فرهنګ او ارتباطاتو په ادارې کې، د چنګاښ د میاشتې په څوارلسمې نیټې یعني د سه شنبې په ورځ ، له سهار نهو بجو تر دولس نیمو بجو پورې ترسره کیږي .