ایکناخبری آژانس د ایران پریس له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې د علمیه حوزې یو استاد د حج مهمه فلسفه د اسلامی امت د وحدت او یووالی ضرورت بللی او وئيلي ئې دي ،باید د حج له دغې مهمې فلسفې درست مسلمانان استفاده وکړي .
حج د درستو مسلمانانو لپاره یوه واجب دیني چاره ده ، چې باید لږترلږه یوځل په خپل ژوند کې ئې یو ځل هغه بالغ مسلمان چې د سفر دترسره کولو بدني او له کوره د غیبت په وخت د خپلې کورنۍ دملاتړ لپاره مالی توانمنۍ لری ، په ذی الحجې میاشت کې ئې ترسره کړي .
د حج دستورې د مسلماناناو یوه هغه ترټولو ستره غونډه ده چې درستې فرقې حاجیان پکې ګډون کوي .
د افغانستان د علمیه حوزو یو استاد علامه جعفر موسوي په کابل کې د ایران پریس خبری آژانس له خبریال سره په خبرو کې د حج د مناسکو د اهمیّت په باب ووئيل ، د حج په دستورو کې د ګډون یوه مهمه فلسفه ، داسلامی امت وحدت دی ، څو دمسلمانانو مشکلات حل کړي .
موسوي روښانه کړې ده،هغه مناسک چې اوس دابراهیمي حج په توګه یادیږي ، یوازې یو عبادت نه دی ، بلکې دنړۍ ددرستو مسلمانانو د یوه حقیقي وحدت او یووالي لپاره یو تمرین او مشق دی او دحج په لوئې اوعظیمې اجمتعا کې فقیر غني،تور سپين ټول په یوه صف کې دریږي .
د افغانستان دعلمیه حوزو دغه استاد زیاته کړې ، د هر قوم اوملیّت مسلمانان په یوه ګډې موخې او انګیزې سره ټول د حج په دستورو کې یو عمل ترسره کوي، د اسلامی امت ویښتیا د حج دمناسکو تر ټولو مهم پیغام دی او د اسلامی نړۍ د مشکلاتو د حل په موخې سره د نظر د تبادلې لپاره د حج په مراسمو کې د حاجیانو همفکري او یو ځاي ناسته پاسته ضروري ده .