IQNA

امریکااو اروپا د ایران په وړاندې له محاسباتي تیروتنې سره مخ دي  

17:43 - July 04, 2022
د خبر لمبر: 3485956
ایکنا- (تهران) د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر په تهران کې د سویس له له نوي سفیرې د باؤرلیک د ترلاسه کولو په دستورو کې ووئيل تاریخ به  هیڅکله هم د ملتونو په ضدد امریکایانو جنایتونه له  یاده ونه باسي  .

ایکناخبري آژانس د ولسمشرۍ ددفتر له قوله راپور راکړ ،  د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي ، د سویس  له نوي سفیرې میرمن نادین اولیویري لوزانو سره په کتنې کې  ووئيل  امریکا او اروپائي هیوادونه  د ایران په وړاندې له محاسباتي تیروتنوسره ښکیل شوي  ووئيل ، ایران له دښمنیو سره سره ،خپل پرمختګ ته دوام ورکړی دی او  د دوي سلطه غواړو سیاستونو اپوټه اغیزه درلودلې ده .

 ابراهیم ریئسي  همدرااز د ایران او سویس ترمینځ د څه دپاسه سل کلنو  اړیکو مخینې ته  په اشارې سره  ووئيل ،  ایران  په اقتصادي او تجارتي او سیاسی ډګرونو کې دسویس پشمول  له درستو هیوادونو سره  د اړیکو لاپراختیا ته تیار دی .

  داسلامی ایران ولسمشر روښانه کړې ،د اقتصادي ملګرتیا د ګډو کمیشنونو  دغونډو منظمه ترسره کیدا ، د کرهڼیزو، ټيکنالوجیکي ، ټرانسپورټي او  نورو ډګرونو کې د دواړو هیوادونو دظرفیّتونو   استفاده نوره هم زیاتولی شي .

 ابراهیم ریئسي  همدرااز ووئيل  د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس په واکمنې شورا کې  ډپریکړه لیک په وړاندیز کې  د امریکا او درو اروپائي هیوادونو اقدام  په داسې وخت کې چې د نړیوالې ا یټمي موافقې لپاره خبرې اترې روانې دي ، یو غیر مسئولانه  او د خبرواترو له روح سره اپوټه  او د دوي دچلندي خلاف ورزۍ کونکی اقدام  دی .  هغه روښانه کړه ، امریکا باید فیصله وړي ، چې  موافقې اوخبرواترو ضروروتونو ته پابنده پاتیکیږي .

 په تهران کې د سویس سفیرې میرمن نادرین اولیویري لوزانو هم په دغو دستورو کې  ووئيل ایران او سویس  د ډيپلوماټیکو اړیکو د ټينګیدا څه دپاسه په سلو کلونو کې ، تل له یوه بل سره  رغنده  او مثبتو ملګرتیاؤ اوتعاملاتو ته دوام ورکړی دی . ، هغې همداراز د ایران د اسلامی جمهوریت د فعال بهرني سیاست او  د سیمې  او نړۍ  له درستو هیوادونو سره داړیکو د پراختیا لپاره دلومړیتوب ورکونې په قدرونې سره روښانه کړه ، د سویس دسفیرې په توګه به تل  له  ایران سره د ښو اړیکو د سوئې  دلوړتیا او لاپراختیا هڅه وکړم او په تیره بیا په اقتصادي اوتجارتي ډګرونو کې دملګرتیاؤ د سویو  د لوړتیا لپاره  هڅه به دوام ومومی .

https://iqna.ir/fa/news/4068544/آمری

captcha