نن دذی الحجې دمیاشتې اوه نیټه داسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) دیوه ګران لمسی او د امامت او ولایت د آسمان دپنځم ځلانده ستوري حضرت امام محمد باقر علیه السلام د شهادت کلیزه ده .هغه بزرګوار د ۵۷هجری قمری کال د رجب میاشت په لومړۍ نیټه په مدینې منورې کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې وې او دنامه هم محمد کیښودل شوې وه . دهغه مور فاطمه د حضرت امام حسن لور وه او دهغه بزرګوار پلار هم حضرت امام سجاد علیه السلام ؤ . له دې اړخه لومړنۍ امام ؤ چې له هردواړ و خواؤ فاطمي او علوي ؤ .
امام محمد باقر علیه السلام دخپل ژوند څو کلونه له خپل نیکۀ حضرت امام حسین علیه السلام سره تیر کړي دي او دکربلاپه واقعې کې څلور کلن ؤ او د خپل پلار درحلت پهوخت هم۳۹کلن ؤ . دحضرت امام محمد باقر علیه السلام د امامت پړاؤ هم اتلس کاله دی او دهغه امامت پړاؤ له ولید بن عبدالملک ، سلیمان بن عبدالملک ، عمر بن عبدالعزیز، یزید بن عبدالملک او هشام بن عبدالملک سره هم عصر ؤ .
د ایکناخبری اژانس درست کارکونکي د حضرت امام محمدباقر علیه السلام دشهادت د کلیزې په مناسبت درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائي .