حج ته د ایکنا لیږل شوي خبریال راپور راکړ، د کاروان نور د سرپرست قاسم رضیعي او نورو لسګونو غړو باندې مشتمل او ورسره د مداحۍ یا تواشیح ډلې د مداحانو پشمول د حج د کاروان د غړو په شتون سره د منا د قرآني شهیدانود درنښت د قرآني محفل نن سهار یعني د ذی الحجې د میاشتې په اتمه نیټه او دحضرت امام محمد باقر علیه السلام دشهادت دکلیزې په ورځ ترسره شو اود شهیدانو یاد ئې ژوندی کړ .
ددغه پروګرام په پاي کې مداحانو پر نورو مداحیو سربیرهد قرآني کاروان ددرستو غړو په ګډون سره اسماء الحسنی هم قرائت کړې او دغه پرتمین او ولولناک محفل د ایران د اسلامی جمهوریت دنړیوال قاري قاسم مقدمي په وسیله د قرآن دختم ددعا په قرائت کولو سره پاي ته ورسید .
د یادونې وړ ده چې د ۱۳۹۴لمریزکال په مهر میاشت کې د منا په پيښې کې د څه دپاسه څلور نیم سوه ایرانیو حاجیانو په شمول په سلګونو حاجیان شهیدان شوي وو.په دغې غمیزې کې د حج د قرآني کاروان (نور) پنځه غړي هم شهیدان شوي وو ،چې نومونه ئې هم حسن دانش ،محسن حاجی حسنی محمد سعید سعیدي زاده ، فواد مشعلي او امین باوي دي او باقرالعلوم علیه السلام د مداحۍ ډلې غړي وو.
د ټولو شهیدانو یاد او خاطره تل ژوندئ