ایکناخبری آژانس د الخلیج آنلاین له قوله راپور راکړ ،دسعودي عربستان چارواکي وائي ، چې د بیت الله الحرام حاجیانو ته د ماډرن خدمت رسونې په لړ کې ئې د مشاعره مقدسه ترمینځ دحاجیانو د ځاي په ځاي کولو لپاره له برقي یا بریښنائي سکوټرڅخه استفاده ئې سږکال دحج په موسم کې په آزمیښتي بڼه برابره کړې ده .
دوي وائي چې دغه اقدام له مشعر عرفات څخه د مشعر مزدلفه په لور د حاجیانو دځاي په ځاي ښه کولو اوسهولت په خاطر ترسره شوی دی .
دعربستان رسمي خبري آژانس راپورورکړی دی ، دعربستان د لوجسټیکي خدماتو او ټرانسپورت وزیر صالح الجاسر پرون شنبې ورخې له برقي سکوټره د حاجیانو د استفادې چاره افتتاح کړه . له برقي سکوټره داستفادې موخه ، ددغو مقدسو ځایونو ترمینځ دسفر د وخت کمول اعلان شوې ده . دعرفات او مزدلفه ترمینځ واټن له سکوټره په استفادې سره تر پنځلسو منټو پورې دی، په داسې حال کې چې له دې پرته کابو یوه ګنټه پلی تګ دی . سعودي عربستان چارواکي وائي ، چې دسږکال په تجروبې سره به په راتلونکو کلونو کې له برقي سکوټره داستفادې مناسب شونه وسنجوي .