ایکناخبري آژانس د طلوع له قوله راپور راکړ، د طالبانو رهبر ملا هبت الله اخوند زاده د کندهار په عیدګاه جومات کې د قربانۍ د لوي اختر په مناسبت پخپلې وینا کې ووئيل ، هغه ټول قوانین به چې د افغانستان په تیرو حکومتونو کې تصویب او عملی شوی او دهغه په وینا شرعي نه وي ، لغوه اعلان شي .
د طالبانو رهبر همدرااز له ولسه هم وغوښتل چې په افغانستان کې دې له اوسني نظامه ملاتر او شرعي قوانین دې هم رعایت کړي .
مولوي صیب په دوام کې ووئيل ، د حامد کرزي او اشرف غني دپړاؤنو او هم په تیرو شلو کلونو کې درستې تصویب شوي لایحېې ئې غونډې کړي او دیني عالمانو ته مو سپارلي دي او هغه غیر شرعي شیان او هغه څه چې د ولس په ګټه نه دي ، حذفوو ئې او یو خالص شرعي نظام جوړوو.
له دې سره په یووخت په کابل کې هم پرون د قربانۍ دستر اختر لمونځ د طالبانو د کابینې دمشر ملامحمد حسن اخوند، د کابینې د مشر داداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ، دکابینې د غړو اوځینو نورو پوځي اوغیر پوځي چارواکو په شتون سره د ارګ په جامع جومات کې ترسره شو .