IQNA

د اروپا په مینځ کې د اسلامی هنر ننداره او  بناکي میوزیم (فلم و انځورونه)

16:24 - July 16, 2022
د خبر لمبر: 3485990
ایکنا-(تهران) بناکي میوزیم ، د اسلامی هنر ټولګه ، د اسلامی نړۍ د  ټولو برخو  هغه ټول غوره او ارزښتمن شیان لري ، چې له هندوستان ،ایران ، بین النهرین،وړوکی آسیا، ، مینځنۍ آسیا ، عربستان، مصر،شمالی  افریقا،سیسیل او آسپانیا څخه  غونډ شوي.

ایکناخبری آژانس راپور ورکړ،یونان یو هغه هیواد دی چې له مینځني ختیځ سره د نزدیوالي او له مسلمان میشته سیمو او هیوادونو سره د خپلې تاریخي ارتباطاتو په دلیل،یو مسلمان لږکی لري. پردې سربیره ،ددغه هیواد بډائ  تاریخ  هم ښئ چې  په یونان کې اسلامی کلتور او هنر له ډ يرې اوږدې مخینې برخمن دی  او ددغه هیواد میوزیمونه  د اسلامی کلتور د  ارزښتمنو  آثارو کوربه  دي .

د اسلامی هنر ټولګې بناکي میوزیم(The Islamic art collections of the Benaki Museum ) د اروپا یو هغه میوزیم شمیرل کیږي چې اسلامی آثار په کې ترسترګو کیږي. دغه میوزیم،د آتن په تاریخي مرکز کې په کرامیکوس(Kerameikos) سیمې کې  د نیؤ کلاسیک ودانیو په  ټولګې  واقع  دی .

 دبناکي میوزیم  اسلامی هنرونو په ټولګې کې  له درستې اسلامی نړۍ  د ارزښتمن او غوره شیانو ټولګې ساتل کیږي،چې پکې د هندوستان،ایران،بین النهرین،وړوکي آسیا ، مینځنۍ آسیا، عربستان ،مصر،شمالی افریقا،سیسیل او اسپانیا  آثار شاملیږي .

د بناکي میوزیم بنسټګر او موسیس آنتونی بناکیس چې د  اسلامی کلتور پر اهمیّت پوه شوی او له دغه کار سره ډیره مینه او عشق درلود،له ۱۹۷۴کاله ئې د اسلامی آثارو غونډول او د اسلامی هنرونو د وړاندې کولو په خاطر ئې د یوه مجهزې ټولکې جوړولو ته مخه کړه او بلاخره  وتوانید، د ۲۰۰۴کال په اکتوبر میاشت کې  دغه مرکز تیا راو  افتتاح  کړي .

 دغه میوزیم  څه دپاسه زر مربع میټره مساحت لري او د اسلام د سرکینیو وختونو سره د اړونده  وسلو،ډول ډول کاڼو،منسوجاتو،طلا،وسپينز شیانو او سرامیکو د څه دپاسه  اته زره قطعو د نمایش لپاره ئې ترټولو ښه امکان برابر کړی دی .

موزه بناکی و نمایش هنر اسلامی در قلب تمدن اروپا + فیلم و عکس

 

موزه بناکی و نمایش هنر اسلامی در قلب تمدن اروپا + فیلم و عکس

 

موزه بناکی و نمایش هنر اسلامی در قلب تمدن اروپا + فیلم و عکس

 

موزه بناکی و نمایش هنر اسلامی در قلب تمدن اروپا + فیلم و عکس

 

موزه بناکی و نمایش هنر اسلامی در قلب تمدن اروپا + فیلم و عکس

 

موزه بناکی و نمایش هنر اسلامی در قلب تمدن اروپا + فیلم و عکس

آنتونی بناکیس، د بناکی میوزیم بنسټګر

 

  https://iqna.ir/fa/news/4065351    

captcha