IQNA

قرآني سپارښتنې[19]

غدیر؛د حضرت محمد مصطفی(ص)د رسالت اهمیّت ته یو پیغام دی

16:43 - July 17, 2022
د خبر لمبر: 3485993
ایکنا-(تهران) پيغمبراکرم(ص) دخپل ژوند له ترټولو وروستي حج،حجةالوداع څخه په ستنیدا سره ،دخداوندمتعال له خوا یو آیت ترلاسه کړ، چې درستو الهي پيغامونو بشپړیدا ته ئې له یوه خاص پيغام سره غوټه ورکوله.دغه پیغام چې د علی ابن ابیطالب ولایت ئې درلود،دغدیر په نامه یوې سیمې کې دخلکو لپاره بیان شو .

حضرت محمد مصطفی(ص)دخپل مبارک ژوند تر ټولو وروستی حج په شپیته کلنۍ کې  او د ۶۳۲میلادي کال کې ادا کړ. په دغه سفر کې له پيغمبراکرم(ص)سره کابو یلک شل زره کسانو ملګرتیا کوله چې مدینې ته د ستنیدا په لاره کې له پيله تر پایه پورې قافله ډيره ستره او اوږده وه .

پيغمبراکرم  له حج وورسته چې په حجةالوداع یعني دخداي په آمانۍ حج مشهور دی ، دمدینې په لور ئې حرکت وکړد پنجنشبې په ورځ د ذی الحجې دمیاشتې په اتلسمه نیټه دغدیر خم په نامې سره یوې سیمې ته ورسیدل. دغه ځای ته درسیدو پر مهال  دخداي تعالی له خوا د پيغمبر اکرم پر زړه یو آیت نازل شو چې  محتوا ئې څه داسې وه؛«يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ»، ائ پيغمبره ! هغه څه چې د تا پروردګار له خوا پر تا نازل شول  وړاندې ئې کړه ،او که دغه کار ونه کړې ،نو لکه د خداي پيغام دې نه وي رسولی .خداي تا د  خلکو له کړاؤ او تاوانه خوندي ساتي ،بې شکه خداي د کافرانو  ډله نه هدایتوي (سوره مائده=۶۷)

 دغه آیت که  مضمون ته ئې توجه وشي ، نو  ډیر مهم دی  او ددې ښودنه کوي چې د پيغمبر اکرم د خپلې پيغمبرۍ په درویشتو کلونو کې د وحي په بیانولو  او د درستو زحمتونو دترسره کولو په  امتحان کې دی څو دغه درست زحمتونه او د وحي بیانول  له یوه خاص پیغام سره بشپړیږي  او له دې پرته  به دغه هرڅه لاهوو شي.

د پيغمبر د رسالت د اهمیّت پيغام

د خداي پیغمبر د خداي تعالی د فرمان د اجرا لپاره حکم ورکړ چې  د یو لک شل زره مسلمانانو  کاروان دې ودرول شي، هغه کسان چې مخکې وو ودریدل اوهغه کسان چې وروسته پاتې وو ، له دوي سره یو ځاي شول، نو هغه پیغام ئې ورساوه. وئيل کیږي، چې  یوه نیمه ورځ وخت ؤڅو  وروسته پاتې کاروان  له مخکې سره یوځاي شي  او په یوه ځاي کې غونډ شي .

د ډیرو زیاتو مسلمانانود شتون په دلیل دغه خاص پیغام،په دقت سره ثبت او ضبط شوی  او مفسرانو،محدثانو او موَرخانوله کوم شک پرته،آیت له غدیر سره اړونده بللی دی . علامه امیني هم  دغه واقعه ، د ابو نعیم اصفهانی په قلم له لیکل شوي کتاب؛ مانزل من القرآن فی علی،اسباب النزول  و واحدی، ابن جریر طبری  د کتاب الولایة،د تفسیبر الثعلبي په شان د اهل تسنن  د تفسیر او حدیثو له دیرشو سرچینو څخه نقل کړې ده  چې په دغې موضوع کې د موّرخانو له نظره د یوې واقعې ښودنه کوي ، خو پيغام څه دی ؟

دغدیر  او د علی ابن ابی طالب( ع) د جانشینۍ  پيغام ؛

د خلکو له غونډيدا  وروسته ، پیغمبر اکرم له جمیَعت سره یوځاي د  ماسپښین مونځ ادا کړ او په لوړ ځاي وخوت  او په لوړ غږ سره ئې  خطبه ولوستله؛ خداوند لطیف او خبیر  ماته  خبر راکړ چې زه به ډیر زر رحلت وکړم ؛.... نو پس فکر وکړئ چې له ما وروسته  د ثقلیّن  په باب(د دوو مهمو  او سترو موضوعګانو په باب) څرنګه چلند کوئ .ثقل اکبر  دخداي کتاب (قرآن)دی  او بل ثقل ... زما عترت (اهل بیت) دي :::

هغه مهال د هغه ډيرو زیاتو خلکو د سترګو په وړاندې ئې د علی ابن ابیطالب لاس اوچت کړ او وې فرمائيل ؛ «من کنت مولاه فهذا علی مولاه، اللهم وال من والاه و عاد من عاداه اللهم وَآل مّن والاه و عادَ من عاداه و انصرَ من .......؛ دهر چا چې زه مولا  او دهغو فرمانروا  یم ، علی ابن ابیطالب  دهغوي مولا دی ، خدایه ته ورسره مینه وکړه هغه چا سره چې له هغه (علی) سره مینه کوي  هغه څوک دښمن وګڼله چې  هغه (علی) دښمن ګڼي ::::

 لا دغه خلک  تیت پرک شوي نه وو چې  بیا جبرائيل نازل شو  او دخداوندمتعال له خوا یو آیت نازل شو ،؛ الیوم  اکملت  لکم دینکم وَ اتممتُ علیکم نِعمَتي  و َ رَضیتُ لکم  الاسلام دینأ؛؛

نن مو دتا دین کامل کړ او خپل نعمت مو پر تاسو تمام کړ او د تاسو لپاره مو د اسلام دین خوښ کړ ::

ایت الله عبدالحسین امینی نجفي(1970-1902) چې په علامه امیني مشهور دی ،ستر دینی مرجع او د دایرةالمعارف لیکوال دی په یولسو ټوکو کې ئې ؛ الغدیر؛نومې کتاب په عربی ژبه لیکلی دی چې ددغه کتاب خلاصه په څو ژبو کې ترجمه شوې ده. دهغه د خپلې وینا په اساس،ددغه اثر دلیکلو لپاره ئې ،د هندوستان ،مصر،سورئې،عربستان،بحرین او څو نورو هیوادوو لسګونو ښارونو ته سفرونه کړي، لس زره کتابونه ئې په بشپړ ډول لوستلی دي او یو لک کتابونو ته ئې مراجعه کړې ده .

تړلې خبرونه
captcha