IQNA

درست هیوادونه له ایران سره ښې اړیکې غواړي

15:28 - July 24, 2022
د خبر لمبر: 3486016
ایکنا-(تهران)د اردن پاچا دوهم عبدا... ددغه هیواد له الرائ ورځپاڼې سره په خبرو کې چې نن خپرې شوي،ووئيل،اردن په سیمې کې تاؤتریخوالی نه غواړي او خبرې اترې د اختلافاتو دحل لپاره ترټولو ښه لاره ګڼي. 

ایکنا خبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ،د اردن پاچا ددې خبرې په کولوسره چې درست هیوادونه له ایران سره دښواړیکو غوښتونکي دي،روښانه کړې ده،دغه اړیکې باید دمتقابل احترام ، ښه ګاونډيتوب او حاکمیّت ته داحترام د اصولو په اساس وي.

د ایران اواردن اړیکې یوه تاریخي او اوږده مخینه لري، د ۲۰۰۳کال دستمبر په دوهمه اودریمه نیټه ، دوهم شاه عبدا... ،ایران ته سفر راوکړ او هغه داردن لومړنی پاچاؤ چې د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته تهران ته په سفر راغلی دی.

په ایران کې د نوی حکومت  په راتلو او په بهرني سیاست کې د انډول د ټينګولو په اعلان سره،له ګاونډیانو او د سیمې له هیوادونو سره دملګرتیا پراختیا ئې دخپلو بهرنیو سیاستونو په لومړیتوب کې راغلې ده .

د اردن پاچا دوهم عبدا... ددغه هیواد له الرائ ورځپاڼې سره په خبرو کې چې نن خپرې شوي دي ،ووئيل،اردن په سیمې کې تاؤتریخوالی نه غواړي او خبرې اترې د اختلافاتو دحل لپاره ترټولو ښه لاره ګڼي. 

 دوهم عبدا... همداراز د فلسطین موضوع ته په اشارې سره ووئيل،فلسطین لومړنۍ موضوع او دتل پاتې او هراړخیز ثبات او سولې  کِلي ده .

داردن پاچا  ټينګار کړی، که د فلسطین له ورورملته ظلم او کړاؤ ختم نشي او دغه ملت په آزادۍ او خپلواکه هیواد کې خپل حق ته ونه رسیږي، نو په سیمې کې به سوله اوثبات ټينګ نشي .

https://www.irna.ir/news/84831608/شاه-

captcha