IQNA

قرآنی سورې (20)

طه سوره،د قرآنی مدیریّت او رهبرۍ د اصولو بیلګه ده

16:41 - July 24, 2022
د خبر لمبر: 3486017
ایکنا-(تهران )یوه هغه کیسه چې  په قرآن کریم کې ورته په کرتو اشاره شوې ده،د حضرت موسی علیه السلام کیسه ده.طه سوره له حضرت موسی سره اړونده یوه سوره ده چې په دغې سورې کې   ددغه الهی پیغمبر  په تیره بیا  له فرعون سره په مخامخیدا کې د مدیریّت اورهبرۍ  ډول  لیدل کیدلی شي .

 د قرآن کریم شلمه سوره ؛طه ؛نومیږي. دغه سوره دقرآن کریم په شپاړسمې سپارې یا جزوې کې ده او یو سل پنځه دیرش آیتونه لري  او دغه سوره یوه مکي سوره او دنزول په ترتیب کې هغه پنځه څلویښتمه سوره ده چې پر پیغمبر کرم نازله شوې ده .

 د طه سورې د پام وړ برخه حضرت موسی او دهغه ورور هارون ته مخصوصه ده، همداراز د حضرت آدم علیه السلام  موضوع  او له جنته دهغه ویستلو  موضوع ته هم پکې  پام شوی دی .

 پر دغو موضوعګانو سربیره،پيل او معاد،په توحید داعتقاد نتیجې،په ټولو شیانو کې په  اعتدال او میانه روئ باندې ټينګار، دقرآن کریم عظمت او د پروردګار جلال او جمال  د صفتونو یوې برخې ته اشاره هم ددغې سورې ځیني نوره برخې دي .

په مختلفو سورو کې د حضرت موسی کیسه ذکر شوې ده او  ددغې  کیسې مختلفو اړخونو ته  پکې پام شوی دی.  په طه سورې کې هم دحضرت موسی علیه السلام  کیسه، له یوې بلې زاوئې بیان شوې ده  اولازیات  دموسی  دمدیریّت او رهبرۍ ډول  پکې لیدل کیدلی شي .

د حضرت موسی په مدیریّت کې لومړنی ټکی،له خداوندکریم څخه   د مرستې ترلاسه کول دي .هغه  هغه وخت چې  موسی  الهی مسئولیّت په غاړه واخست او وټاکل شوه ،د فرعون په لور لاړ شي،خدای تعالی ته  ئې په خطاب کې ووئيل؛ «رب اشرح لی صدری؛ و یسر لی امری: ؛  وې وئیل  ؛ پروردګاره!سینه مو پراخه اوستره کړه ، او د ما لپاره  مو کار هم آسان کړه ـ(طه سوره- ۲۵ او ۲۶آیتونه)

دوهم ټکی دخپلې کمزورتیا او قوت ټکي دي. داسې ښکاري،د رهبری او مدیریّت په موضوع کې ، په پیل کې باید خپل ځان وارزول او د لټَیو او سستیو په ختمولو پسې شو.له همدې امله  موسی له خدای تعالی وغوښتل ،«وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِنْ لِسَانِي؛ يَفْقَهُوا قَوْلِي: و از زبانم گره بگشاى؛ [تا] سخنم را بفهمند»؛ او زما له خولې غوټه خلاصه کړې (څو) زما خبرو پاندې پوهه شي (د طه سوره او ۲۷ او ۲۸ آیتونه)

پر اغیرشیندونکي تبلیغ او کار باندې ټينګار یوه بله موضوع ده چې موسی ورباندې ټينګار کوي  او له خداوندمتعاله غواړي ، خبرې ئې داسې پر ژبې جاري کړې چې ټول ورباندې پوهه شي.

دحضرت موسی په مدیریّت او رهبرۍ کې ډله ایز کار ډير اهمیّت لري . په تیره بیا دا چې  دیوه ټيم په جوړولو سره،نیمګړتیاوې اولتَئ لیرې کیږي او یو بشپړ ټیم د  هغه مسئولیّت لپاره چې  لري ئې تیار کړي . موسی علیه السلام  خپل ورور هارون ددغه ټیم دجوړولو لپاره ټاکي، ځکه  چې  دهغه پر توانمنیو او وړتیاؤ باندې خبر دی  

تړلې خبرونه
captcha