IQNA

د  اسلام دګران پیغمبراکرم د مباهلې اختر مو مبارک شه

17:50 - July 24, 2022
د خبر لمبر: 3486019
ایکنا-(تهران )نن د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې ۲۴ نیټه ده چې د مباهلې د ورځې کلیزه ده

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د نجران له عیسایانو سره د اسلام د ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) مباهله د اسلام د ابتدا یوه مهمه پيښه ده چې د رسول الله مبارک د دعوت او بلنې د حقانیت نښه ده او د حضرت علي، بي بي فاطمې، امام حسن او امام حسین علیهم السلام په شمول د پيغمبر د ملګرو په فضیلت دلالت کوي.

د مباهلې پیښه د هجرت د نهم کال د ذی الحجې په ۲۴ نیټه رامینځته شوه او د آل عمران د مبارکې سورې ۶۱ آیت کښې چې د مباهلې په آیت مشهور  دی، ورته اشاره شوې ده.

دغه پیښه د شیعه او سني په شمول د ټولو مسلمانانو په منابع کښې راغلې ده. شیعه مسلمانان باور لري چې د مباهلې د آیت له مخې امام علي علیه السلام د رسول الله مبارک د نفس او ژوند په معنا او مقام کښې دی.

د سرچینو له مخې د اسلام قدرمن پیغمبر د نجران له عیسایانو سره له مناظرې او د هغوي له ایمان نه راوړلو وروسته د مباهلې وړاندیز وکړ او هغوي ومنه خو په ټاکلې نیټه چې کله عیسایانو ولیدل چې رسول الله (ص) د ګڼو اصحابو او خپلوانو پرځاې یوازې امام علي، بي بي فاطمه زهرا، امام حسن او امام حسین علیهم السلام له ځان سره راوستي دي نو له مباهلې یې ډډه وکړه. مشر عیسايي پادري وویل: دا زه چې کومې هستۍ وینم، که دوي هم دا اوس دغه غر ته اشاره وکړي نو هغه به هم له خپل ځایه لرې شي ځکه نو له دوي سره مباهله نه شو کولې.

د ویلو ده چې مباهله د حقانیت د ثابتیدو لپاره له خدای تعالی څخه د لعنت او ښیرو غوښتنه ده او د هغو دوو لورو ترمینځ کیږي چې دواړه د حقانیت ادعا لري او ځان په حقه ګڼي.

د ایکنا خبري آژانس درست کارکونکي په دې مناسبت تاسو خوږو مینه والو ته  د زړه له کومې مبارکي وائي .

https://parstoday.com/ps/news/world-i118856

captcha