د حضرت آدم او حوا له پنځيدا او په جنت کې ئې له هستوګن کیدا وروسته،خداوندمتعال دوي ته ووئيل،دلته هرنعمت چې وغواړئ وخورئ،خو دغې وَنې ته نزدې نه شئ چې له ستمګرو به وئ.؛وَلا تَقرَباَ هَذَهِ الشّجَرَةَ فَتَکوناَ مِنَ الظّالمین؛(د بقرې سوره -۳۵آیت )؛ خو شیطان دوي ته دوکه ورکړه او دوي له ممنوعې وَنې څخه میوه وخوړوله او ددغې نافرمانۍ په خاطر،له جنته په ویستلو محکوم شول او پر مځکه ژوند کولو ته اړ شول.پر دغه آیت سربیره ،د قرآن کریم په دوو نوروآیتونو کې هم دغې وَنې ته اشاره شوی دی (یعني د اعراف سورې؛۱۹ او د طه سورې ۱۲۰ آیت کې ).
په قرآن کریم کې اشاره نه ده شوې چې دغه ونه د څه شي ده او کومه میوه ئې درلودله،خو په روایتونو او تفسیرونو کې ددې موضوع په باب دوه غوره اخستونونه مطرح شوي دي.
په دا وروستیو کې،د خلکو په عامیانه کلتور کې،کله دغه ممنوعه میوه ماڼه ګڼل شوې ده چې دا باؤر له لویدیځي فرهنګ او لیدتوګې اغیزمن شوی دی چې هلته ځیني ماڼې د آدم وسوسه او دهغه لومړنۍ ګناه ګڼي. هیڅ یو اسلامی روایت او تفسیر، دا ممنوعه میوه ماڼه نه ده ګڼلې. البته د آیمه اطهار علیهم السلام په ځينو روایتونو کې، هغو کسانو ته په ځواب کې چې ددغې وَنې د نسل دمعلومولو پوښتنې کوي،راغلی دي ؛ په قیامت ورځ هرشی د مومن په ختیار کې دی او جنتي میوې د دنیا دمیؤ په څير نه دي چې له یوې وَنې یوازې مخصوصه میوه راوټوکیږي؛هلته که مومن اراده وکړي،نو له یوې وَنې یا یوه خاص بوټي، مختلفې میوې ترلاسه کولی شي.
2 غیر ظاهري اختسون؛په قرآڼ کریم کې یوځل د وَنې معنا دهغې غیر ظاهری
شونه کارول شوې ده ؛الشّجَرةَ المَلعُونَةَ ؛ یعني نفرین شوي وَنه (اسراء-۶۰).ځينو مفسرانو،د ځينو روایتونو په اساس ممنوعه وَنه هم د غیر ظاهري په معنا تفسیر کړې ده. په دغه تفسیر ممنوعه وَنه،؛د حسد وَنه؛ او یو ډول له دې ته ورته شي او یوډول سیالي بلل شوې ده چې آدم پکې ښکیل شوی دی ، البته نه داسې حسد چې د ګناه مرحلې ته ورسیږي.آدم (ع)د خپل اولاد له وضعې په لیرې راتلونکي کې خبر شو او په هغو کې ئې د لوي پيغمبرانو او والیانو په څير کسان هم ولیدل چې له هغه ئې لا لوړه مرتبه لري.په دغه وخت کې ئې هیله وکړه چې هغه هم همداسې مقام ولري او همدغې ارزو او هیلې هغه له بهشته ویسته او دهغه ممنوعه وَنه همدغه وه .