IQNA

د امام حسین(ع) نیمګړی حج؛ د اسلامی فقې له نظره

16:18 - July 28, 2022
د خبر لمبر: 3486036
ایکنا-(تتهران) د سید الشهداءپه پاڅون کې یو مهم ټکی دادی چې عین د حج د مناسکو په وخت امام حسین علیه السلام خج نیمګړی پریښود اود کوفې په لور روانیږي او بیا  هلته شهیدیږي،که لږ شان غور وشي،نو معلومیږي چې امام بزرګوار  له هماغاه پیله دحج په نیّت سره له مدینې نه ؤ روان شوی.

د ایران یو پوهاند محمد سروش محلاتي د حضرت امام حسین علیه السلام د وروستي او نیمګړي حج په باب د یوې څيړنې له مخې وائي ؛د حضرت امام حسین علیه السلام نیمګړی حج د کربلا پیښې څخه مخکې دی،د ځينو مورخانو په وینا، د یزیر د مامورانو په لاس دینول کیدا له اقداماتو او په مکې کې د وینې بهیدا له ویرې  امام بزرګوار حج نیمنګړی پریښود او  حج ئې په عمرې بدل کړ او د ذی الحجې په اتمه نیټه  له مکې د کوفې په لور روان شو ،البته  ځيني نورو مورخان  هم وائي ،چې امام بزرګوار له هماغه پیله د عمرې په نیّت  حرکت کړی ؤ ،نوځکه  د نیمګړي حج خبره سمه نه ده ، ځکه  هغه بزرګوار قرباني  ونه کړه او  له میقاته ئې احرام ونه تړ او  له هماغه پیله د وتلو په نیَت تللی ؤ .

حضرت امام حسین علیه السلام د شعبان د میاشتې له پیله  مکې ته تللی ؤ  او د ذی الحجې په اتمه نیټې پورې په مکې شریفې کې ؤ.نودلته یوه پوښتنه راپورته کیږي،چې آیا امام  حج په عمرې بدل کړی دی ؟

حضرت امام جعفر صادق علیه السلام څخه روایت شوي دي چې د ذی الحجې په اتمه نیټه امام بزرګوار  په مکې کې دعمرې په نیّت سره موجود ؤ او څوک چې  حج نشي کولی،نو په دغې  میاشتې کې هم عمره کولی شي.

د فقهي مسئلو په اساس دا پوښتنه راپیدا کیږي ، چې  کله امام بزرګوار مکې ته ورسیدئ،نو یو شمیر خلکو  امام حسین علیه السلام ته وړاندیز وکړ چې تاسو دلته پاتې شئ، دا ځاي امن دی ، خو امام بزرګوار ورته ووئيل؛د کعبې حرمت باید وساتل شي،نو دلته پوښتنه داده چې د امام حرمت افضل دی  او که د کعبې ؟

خداي تعالی دغه ځاي امن ګرځولی دی  او  د خپل حق په قربانولو سره باید ددغه ځاي  امن شونه وساتل شي ،البته  دا حکم تکویني دی ،حکم تشریعي دا دی چې  هلته  وینه بهول نه دي پکار،که څه هم  هلته هم وینه توي شوې  ده.

حضرت امام حسین علیه السلام  دلته فرض وګڼله چې د کعبې حرمت باید وساتل شي ،نو ځکه ئې وفرمائيل؛زه نه غواړم چې دکعبې حرمت تر پښو لاندې شي:::

حضرت امام حسین علیه السلام له مکې په وتلو سره دهغه ځاي حرمت ساتلو ته ترجیح ورکړه. روایت شوي دی چې  له هماغې ورځې مخکې شپه محمد بن حنفیه امام ته ورغی او ورته ئې ووئيل؛د څه لپاره کوفې ته ځې؟،کوفه  کې ستا له پلار سره ښه سلوک نه دی شوی ، ستا له ورور سره دغو خلکو بې وفائي وکړه،نوځکه  دلته په مکې کې پاتې شه ، عزت سره ژوند وکړه.حضرت امام حسین علیه السلام ورته په ځواب کې ووئيل ؛ زه ویره لرم چې دلته دیزیرد ماموران  مو په پټه قتل کړي، وینه توي کړي او د الهي حرم  حرمت به چخڼي کړي،نوزه به د هغو دغه دسیسه شنډوم او ددوي لار به نیسم .

که څه هم هغه ظالم دی . امام بزرګوار فرمائي ؛چې د کعبې حرمت ساتل پکار دی ، امام  بزرګوار قرباني ورکوي څو ددین اصل وساتل شي ، داسې پکار نه ده چې امام د خپل ژوند د بچ ساتلو لپاره هرڅه  قربان کړي،بلکې امام ځان قربان کړ،خو د کعبې حرمت  او عظمت ئې وساته او خلکو ته وښودله چې په دغه عظیم اوپاک ځاي کې پکار نه ده وینه وبهیږي او حرمت ئې چخڼي شي، حال دا چې د معاویه زوي یزید غوښتل چې همدلته دامام حسین وینه وبهوي او ددغه عظیم ځاي حرمت چخڼي کړي.

https://iqna.ir/ur/news/3512389/%

captcha