IQNA

د افغانستان شیعه علماؤ له طالبانو د محرم د امنیت د تامینولو غوښتنه وکړه

16:34 - July 28, 2022
د خبر لمبر: 3486037
ایکنا-(تهران) د افغانستان شیعه علماؤ د افغانستان د طالبانو په حکومت غږ وکړ چې د محرم د مراسمو امنیتدې  تامین کړي.

ایکناخبری آژانس  د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د محرم د میاشتې د امنیت په ښه ډول د تامینولو په هدف سره د افغانستان په مزار شریف ښار کښې پرون  د محرم د میاشتې او د حسیني عاشورا د مراسمو په پرتمین ډول د ترسره کولو په هکله د هیواد د  شمالي ولایتونو د جوماتونو او د امامباړو د مسوولانو او د جوماتونو د خطیبانو مشورتي غونډه وشوه.

په دغو غونډې کښې ګډون کوونکو ټینګار وکړ چې د طالبانو د حکومت او د چارواکو لخوا د محرم د میاشتې او د عاشورا د ورځې امنیت په دقت او کاملې هوښیارۍ سره ټینګ شي.

د جولاۍ د میاشتې دیرشمه نیټه د محرم د میاشتې له لومړۍ نیټې سره سمون خوري.

حضرت امام حسین علیه السلام د سوچه محمدي اسلام  د ساتلو لپاره  په کربلا کښې د خپل ځان او د خپلې کورنۍ او د ملګرو په قربانولو سره د دنیا ټولو خلکو ته د پتیالیتوب او د عزت درس ورکړ.

حضرت امام حسین علیه السلام د کربلا په پیښه کښې په صراحت سره ټینګار وکړ: زما هدف د اسلام ضد حکومت رسوا کول او د امر به معروف او د نهي ازمنکر ټینګول او د ظلم او د ستم په مقابل کښې دریدل دي. داپه داسې حال کې دي  چې د افغانستان د طالبانو موقته حکومت د محرم الحرام دامنیت دټینګولو لپاره خپل امنیتی تابیاوې له همدااوسه زیاتې کړي دي.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i119022

captcha