IQNA

قرآني سورې /21

؛یو واحد امت؛ ددینونو  حقیقي پیروکار او د قرآن کریم سپارښتنه

17:41 - July 30, 2022
د خبر لمبر: 3486041
ایکنا-(تهران)په انبیاء سورې کې د شپاړسو الهي پیغمبرانو دژوندکیسې بیان شوي،څو دې نتیجې ته ورسیږي چې درست نبیان په یوې لارې او یوه هدف پسې وو او د دوي درست پيروکار هم دیوه امت په چوکاټ کې راځي،که څه هم ځیني داسې کسان او ډلې وې چې  له دغه وحدت سره ئې دښمني کړې ده .

 

د انبیاء سوره یوه مکي سوره ده او د قرآن کریم یویشتمه سوره  ده چې  په اولسمې سپارې یا جزوې کې واقع ده او یو سل دولس ایتونه لري او دنزول په ترتیب کې،درې اویایمه سوره ده چې پر ګران پیغمبر اکرم(ص) مدینې ته له هجرت لږ وخت مخکې نازله شوې ده.

ددغې سورېئ له اته څلویښتم تر نویم پورې په آیتونو کې،د شپاړسو پيغمبرانو نامې اخستل شوي دي،همداراز د اسلام دګران پیغمبر(ص) او دحضرت عیسی علیه السلام  په باب،د دوي دنامو ل  اخستلواو  روښانیدا پرته  اشاره شوې ده، په همدې دلیل دغه سوره؛انبیاء؛ نومول شوې ده . دغه سوره، مدینې ته د اسلام د ګران پیغمبر(ص) له هجرته لږ مخکې نازله شوې ده،په هغه پړاؤ کې چې  دمکې اوسیدونکي دکبر  او پیغمبر اکرم او قرآن ته دبې پامۍ په اوج کې وو. په همدې اساس،په دغې سورې کې د مشرکانو او کافرانو د چلند نتیجه چې  له سخت الهي عذاب پرته پل شی نه دی، انځوروي.

 ددغې سورې کلی محتوا د تاریخي کیسو او اعتقاداتو په دوو کلي برخو کې  ده.د عقایدو په برخې کې، ددې سورې هدف، له معاد،وحي او رسالت څخه ددوي دغفلت په سبب خلکو ته دتذکر ورکول دي.د تاریخي کیسو په برخې کې د پيغمبرانو حکمونو اوتذکراتو ته دخلکو بې پامیو ته اشاره شوې ده چې نتیجه ئې تاوانونه او نابودي ده . په هغو ګډو چلندونو کې چې درست پیغمبران ورسره مخامخ شوي،دوي ته  بې پروائي اوملنډو وهل وو .

دغه سوره ، د اسلام دګران پیغمبر  مخالفانو ته له خبرداري وروسته،د حضرت موسی(ع)او هارون او هم د حضرت ابراهیم علیه السلام د ژوند پيښو ته مخه کړې ده او وروسته  ئې د لوط(َع)،نوح، داؤد،سلیمان،ایوب،اسماعیل،ادریس او ذوالکفل،ذوالنون(یونس) او د حضرت زکریا  علیهم السلام پيښو ته اشاره کوي او بلاخره  ددغو پيښو او کیسو  له بیانولو وروسته دې نتیجې ته رسیږي چې خداوندمتعال ټول په ؛ یوه واحد امت ؛ واقع کړي دي، که څه هم  دغه وحدت د وخت په تیریدا کې په مختلفو  رودو سره خراب کړائ شوی دی.

   «إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ وَتَقَطَّعُوا أَمْرَهُمْ بَيْنَهُمْ كُلٌّ إِلَيْنَا رَاجِعُونَ؛ ؛دا (هغه لوي پيغمبران چې ورته مو اشاره وکړه او ددوي پيروکار)درست یو واحد امت  ؤ ( او دیوه هدف پیروکار) او زه د  تاسو پروردګار یم،زما عبادت وکړئ.(یوه ناپوهې او نا خبره ډلې)خپل کار په دوي کې تر تفرقې ورساوۀ  (خوبلاخره)ټول د ما په لور بیرته راستنیږي.:(د انبیاء سورې ۹۲-۹۳آیتونه)

په اوسنۍ نړۍ کې یو شمیر  دا خیال کوي ، ؛یوه واحد امت ؛ته پر رسیدا مشتمل داسلام شعار، داسلام دودیدا او د نورو دینونو حذفول دي، په داسې حال کې چې د درستو دینونو پلویان پرخپلو دیني مشترکاتو باندې  او دغه راز د یوه بل پر دیني باؤرونو او اعتقاداتو ته د متقابل  احترام باندې په ټینګار سره ،  له هر ډول نابرابرۍ او تیري پرته ، دیوه بل ترڅنګ  ګډ سوله ایز ژوند کولی شي .

تړلې خبرونه
captcha