IQNA

له مرگه نه ویریدل

د تاریخ د پتمنو نیکمرغه مړینه،له سقراطه رانیولې تر حسین علیه السلام پورې

11:02 - July 31, 2022
د خبر لمبر: 3486044
ایکناـ (تهران)له ذلته پر ډک ژوند باندې  نیکمرغه مرګ ته ترجیح ورکول، په مینځ کې له زر کلن واټن سره د سقراط او امام حسین علیه السلام یو مشترک او ګډ ټکی دی چې  ددغودواړو د پيژندګلوۍ د یکی یوې سرچینې ښودنه کوي .

د تاریخ د پتمنو نیکمرغه مړینه،له سقراطه رانیولې تر حسین علیه السلام پورېسقراط د لرغوني یونان یو فلسفي  ؤچې له میلاده ۴۷۰کاله مخکې زیږیدلی ؤ او په ۳۹۹کال کې په کابو اویا کلنۍ کې محاکمه شو او د مرګوني زهرو دجام په څښلو سره  قتل شو .هغه دروغجن تور چې پرې لګول شوی ؤ،د یونان په خدایانو باندې د بې اعتمادۍ  اود ځوانانو د فاسد کولو تور ؤ .

د سقراط له مرګه زر کاله وروسته،پر پنځون یوه بل شخصیّت پَل کیښود چې  دهغه شباهت او کړنو له سقراط سره ډير ورته والی درلود. حسین ابن علی علیه السلام یو هغه بل لوي کس ؤ چې په ۶۲۶میلادي کال کې ئې په مدینې کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې او خپل رسالت ئې د هغې زمانې  له دروغجنو خدایانو سره مقابله ،یعني  له بني امیه ؤ واکوالانو سره ئې مقابله او  د خلکو پوهول بلل.هغه چې د حضرت محمد مصطفی(ص)ریښتینی  پيروکار او لمسي ؤ ؛بَذَلَ مُهَجَبَهُ فیکَ لِیستنقِذُعَبادِکَ مِنَ الجّهالَةِ وَخیرَةِ الضّلالةَ؛ خپله وینه ئې دخداي په لاره کې قربان کړه څو بندګان له جهالته او د لالهاندۍ له ورکې لارې وژغوري .::

د یوناني حاکم او دامام حسین علیه السلام  د څرګندونو سره پرتله کولو سره په مختلفو مسئلو کې ددغو دواړو پتمنو انسانانو د فکر  او عمل ورته والي باندې پوهیدلی شو.

له ذلته پر ډک ژوند  نیکرغه ژوند ته ترجیح ورکول ؛

مشهوره ده چې حضرت امام حسین علیه السلام  له ظالمانو سره ژوند ته له نیکمرغه ژوند سره ملګرتیاته ترجیح ورکړ او وې فرمائيل؛مرګ له نیکمرغۍ او سعادت پرته بل هیڅ نه وینم او د ستمګرو او ظالمانو سره ژوند کول له کړاؤ او بد مرغۍ پرته بل څه نه  وینم:: سقراط هم دخپلې محاکمې په غونډې وائي؛ ما د خطرې دختمولو لپاره نه غوښتل خپل ځان د تاسو په وړاندې خوار او ذلیل کړم  اوو اوس چې  مو فیصله کړې ده ، هم پيښمانه نه یم له دې چې ذلت  مو قبول کړی نه دی :::

حضرت امام حسین ابن علی علیهم السلام په یوې دښتې کې  له مرګه د نه ویریدا بل دلیل  داسې اعلانوي ؛زه  په هغه ځاي کې نه یم چې له مرګه ویریږم، عزت او حق ته د رسیدا په لاره کې مرګ څومره راحت دی :::

دقیقا همدغه روحیّه  په سقراط کې هم وینو،سقراط د اتن په محکمې کې وائي ؛ممکنه ده څوک ووائي،ائ سقراطه ،خیځل نه ئې چې په دنیا کې دې داسې ژوند وکړ چې خپل ژوند دې له خطرې سره مخ کړ؟نو په ځواب کې به ووایم چې  اشتباه اوتیروتنه په دې کې ده چې مرک او ژند دتا په نزد اهمیّت لري ، خو یوازینی شی چې  ارزښتمند سړی باید  ورته اندیښمن شي ، دا دی چې  کار ئې سم دی یا غلط،ځوانمردي ده یا ناځوانمردي ::

له مرګ وروسته د ژوند ماهیّت:

یو بل شباهت چې د سقراط  او امام حسین په کلام کې لیدل کیږي، له مرګه وروسته د انسان د ژ،ند موضوع ده .امام حسین ابن علی په دې اړه فرمائي ؛مرګ له یوه پل پرته بل څه نه دی چې تا له یوې بینوائۍ او سختۍ له ابدي نعمتونو او پراخو جنتونو ته رسوي . په تاسو کې کوم یو نه خوشالیږي چې له زنداانه  یوې ماڼۍ ته وارد شئ:::  د هغه له نظره ،مرګ یو پل دی  چې انسان ددغې دنیا له سخت ژونده ژغوري او ابدي آرامښت ته ئې رسوي ::::

د سقراط له نظره هم مرګ  له منزله بل منزل ته تیریدل او له تیرو خلکو سره یوځاي کیدل دي . هغه وائي، مرګ له دوو حالتو څخه بهر نه دی، یا هغه څوک چې مړکیږي، له مینځه ځي، نور په هیڅ نه پوهیږي ،یا  که وائي له نفسه تیریدل دي، له یوه ځایه بل ځاي ته .که اول قسمت سم وي،نو راحت سره ویده کیدل دي  او  بیا اندیښنه نشته او عجیبه نعمت دی ....  البته که مرګ  له یوه ځایه بل ځاي ته متقلیدل دي ،نو هلته  ددرستو خلکو د دیدار ځاي دی  او له دې لاښه بل څه نعمت کیدلی شي :::

د مرګ په باب دسقراط او حسین ابن علی  په خبرو کې  دموجوو شباهتونو په لیدو سره  داسې نتیجې ته رسیدلی شو چې د تاریخ آزاد اوپتمنو انسانانو خپل اصیل شناخت او پيژندګلوي ،له یوې سرچینې ترلاسه کړې ده او په یوې لاره کې ئې حرکت کړی دی  او دزمانې او ځاي ترمینځ له ډير واټن سره سره ، په یوه ټکي کې سره یو تفکر او یو شباهت لري .

captcha