IQNA

قرآن کریم او سپارښتنې(24)

میانه روي؛ دقرآن له نظره د اصلاح راز

7:07 - August 04, 2022
د خبر لمبر: 3486062
ایکنا-(تهران) په ټولنې کې د میانه روئ  د پریښودو او د اسراف یوه نتیجه فساد او تباهي ده. قرآن کریم په منع کولو او مطرح کولو سره د انسان لپاره د ؛اسراف په عنوان سره یوچلند معرفی کوي،چې په ټولنې کې د انډول او نیکمرغۍ د ټينګولو او د اجتماعي اصلاح   سبب کیږي.

انډول برابر او میانه روي د اسلامی ژوند په سټایل کې ځانګړی مقام لري .په ژوند کې ددغې کارنده مؤلفې د پيژندګوۍلپاره په قرآن کې د  ؛اسراف؛ټکی  چې ددغه شان انډول او میانه روئ  په مقابل کې راځي ،مونږ سره مرسته کوي.اسراف، له حده زیات د تیري او زیاتوالي  په معنا  ډيره پراخه معنا لري  چې په قرآن کریم کې هم ټول ټال ۲۳ کارول شوی او  د فساد له مفهوم سره مستقیم ارتباط لري.

؛اِنَهُ لا یُحِبُ المسرفینَ؛ خداوندمتعال  اسراف کونکو سره دوستي نه کوي؛(د اعراف سورې-۳۱) دلیل دا  چې خداي تعالی اسراف کونکي د خپل محبت له دایرې وباسي ،  هغه فساد دی چې په هر کار او چارې کې د انډول دخرابولو له لارې رامینځةکیږي . اسراف د انسان د ډول ډول شتمنیو او امکاناتو له مینځه  وړونکی دی  او کله له د نورو لپاره د شیانو نه ترلاسه کیدا سبب هم کیږي.

د اسراف ډولونه ::

  •  اجتماعي اسراف؛وَلا تطبیعوامرَالمسرفیِنَ الّذینَ یُفسِدوُنَ فیِ الارضِ وَلا

          یُصلِحُونَ؛ او د اسراف کونکو د فرمان اطاعت مه کوي  دهغو په شان چې

      پر مځکه فساد رامینځةکوي  او اصلاح نه کوي (د شعرا سورې-۱۵۱ او ۱۵۲)

د وینې بهونې ، زیات غوښتنې،ظلم او استکبار پشمول هرډول اجتماعي فساد اسراف بلل شوی دی  چې د ټولنې انډول سره ګډوډوي  او  اختلافاتو،نښتو او اجتماعي مشکلاتو ته لمن وهي.

  • فکري اسراف؛ کَذالِکَ یُضلُ مَنّ مُسرَف مرتاب؛ خداي هرڅوک چې افراط پال وي او افراط کوي  بې لارې پریږدي(د غافر سورې-۳۴)
  • چلندي اسراف؛ قُل یاعِبادي الذینَ اسرَفُو علی   اَنفُسِهِم لا تَقنِطو مِن رَحمَةَ اللهِ یغفر الذّنوِبَ جَمیعا اِنَهُ هُوَ الغَفُورُ الّرحیم: ائ زما بندګانو چې  پر ځان مو اسراف  اوستم کړی دی ، دخداي تعالی له رحمته  ناامید نه شئ چې خداي  ټوله ګناهانې بخښي(د زمر سورې-۵۳)
  • د نورو په حق کې اسراف؛ دنورو  د مالونو نیولل په تیره بیا د یتیم ،د مال اودولت قبضه کول، اسراف شمیرل  شوی  او قرآڼ  دا په سخته نفی کوي. وَابتَلو  الیّتامیَ..... فَاِنَ اَنستُم رُشدا .............؛ او که په یتیمان کې مو فکری وده وموندله ،نو دهغوي شتمنۍ هغوی ته وسپارئ او په اسراف او ستم سره ئې مه خورئ او هغه څوک چې واسدار وي ،باید (د هغوي دسرپرستۍ له حق اخستو) دې ډډه وکړي  او هرڅوک  چې اړمن اوپه تنګڅې کې وي ، باید د دود په اساس (ورڅخه ) وخوري ::: د نساء سوره – ۶ آيت .
  • وَلاتَقتَلو النَفس التي حَرَمَ الله  اِلا بِالحقَ وَمَن قتلَ.......... او هغه نفس چې خداوند حرام کړی دی له حق پرته ئې مه وژنئ او هرڅوک چې مظلوم ووژل شي  دهغه سرپرست ته مو  یو قدرت ورکړی دی ،نو (هغه) باید په قتل کې زیاتوالی ونه کړي ،ځکه  هغه (د شرعې له پلوه ) ورسره مرسته شوې ده(د اسرا سوره -۳۳)
  • په مصرف کې اسراف ؛کُلوُ وَاشرَبوُ وَلا تُسرَفُو اِنَهُ لا یُحِبُ المسرفین ؛وخورئ، وڅښئ (خو) اسراف مه کوئ چې  هغه له اسراف کونکو سره مینه نه کوي .

 (د الاعراف سوره-۳۱)

7     په انفاق کې اسراف؛ وَالذینَ اِذا اَنفِقُو لم یَسرِفُو وَلم یَقتَرُو وَکانَ بَینَ ذالِکَ قَواما؛ او  هغه کسان دي چې  انفاق کوي ،نه اسراف کوي  او نه کنجوسي کوي  او  ددغو دواړو ترمینځ  میانه روي کوي (د فرقان سوره-۶۷). د ګناه په لاره کې انفاق کول،د ریا له مخې انفاق کول او په انفاق ویاړ کول او له حده زیات انفاق کول  هغه موردونه دي چې  په انفاق کې اسراف ګڼل شوی دی.

 

تړلې خبرونه
captcha