IQNA

د کربلاله شپږمیاشتنې تنکی شهزاده اصغرسره د میّندو اوماشومانوعشق نندارې ته وړانډې شو

14:32 - August 05, 2022
د خبر لمبر: 3486067
ایکنا-(تهران) د محرم الحرام له لومړۍ جمعې سره په یووخت ، نن د حسینی شیرخوارانو نړیوالې دستورې  د ایران په اسلامی جمهوریت کې په پنځه زره اوه سوه ځایونو کې او د نړۍ په ۴۵هیوادونو کې ترسره شوې.

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ،د محرم دمیاشتې  په لومړۍ جمعې ورځې هرکال  دحضرت امام حسین علیه السلام د شپږمیاشتني زوي حضرت علی اصغر علیه السلام  په یاد کې  دحسیني تنکي ماشومانو نړیواله ورځ  لمانځل کیږي

 فارس خبری آژانس راپور ورکړ،په درست ایران کې او د پاکستان،هندوستان،بحرین، عراق،عربستان،ترکیې،افغانستان پشمول دنړۍ  په کابو ۴۵هیوادونو کې د حسیني تنکي ماشوم ورځ په برتم سره ترسره شوه او  دشیدو څښونکو ماشومانو میّندو خپل بچي د حضرت امام الزمان عجل ا...تعالی د قیام  په خاطر قربانۍ ته وړاندې کړل.

په تهران کې د  دحسیني تنکی ماشومانو  مرکزي دستورې  د حضرت امام خمینی په عیدګاه کې  ترسره شوې  او میّندو  له خپلو تنکي ماشومانو سره یو ځاي دحضرت امام حسین علیه السلام او دشهزداه اصغر په غم کې  ویر او ماتم وکړ.

دکربلا په واقعې کې په میدان کې حضرت امام حسین علیه السلام په ډاګه اعلان وکړ،زما مقصد،د اسلامی ضد حکومت رسواکول او د امر باالمعروف او نهي از منکر باندې عمل کول او د ظالم او ستمګر په وړاندې کلک دریدل دي.د حضرت امام حسین علیه السلام  دغورځنګ درسونه د درستې نړۍ ،بشریّت او د درست خلقت  جغرافیې  او تاریخ سره اړه لري  او هیڅکله ئې هم څوک نشي محدودولی.

https://iqna.ir/fa/news/4075982/عاشقانه‌ه

captcha