IQNA

د جرمني حکومت دې د قرآن کریم له سپکاوي کونکوسره سخت او فوري چلندوکړي

7:54 - August 08, 2022
د خبر لمبر: 3486078
ایکنا-(تهران)د ایران د خارجه وزارت ویندوي ټينګار وکړ،دغه سپک اقدام یو فتنه ګر او کرکیجن اقدام دی او د درستو مسلمانانو ،موحدانو او پاک وجدان لرونکو او ددینونو ترمینځ دخبرواترو اوګډ ژوند  باندې عقیده لرونکو  له خوا په سخته محکوم دی.

 ایکناخبری اژانس راپور راکړ،د ایران د خارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني د حسینی تاسوعا په ورځ،د جرمني د هامبرګ اسلامی مرکز په وړاندې د قرآن مجید او د اسلامی سپيڅلتیاؤپه بې حرمتۍ کې د په ګوته شمیر  غولیدلو لمسؤنکی اقدام په کلکه محکوموي. 

کنعاني ټينګار وکړ،دغه سپک اقدام یو فتنه ګر او کرکیجن اقدام دی او د درستو مسلمانانو ،موحدانو او پاک وجدان لرونکو او ددینونو ترمینځ دخبرواترو اوګډ ژوند  باندې عقیده لرونکو  له خوا په سخته محکوم دی.

 هغه همداراز  ددغه شان سپکو اوفتنه رامینځةکونکو اقداماتو  دخطرناکو نتیجو په باب خبرداری ورکړاو وې وئيل،اسلامی سپيڅلیتاؤ ته دغه شان سپک نظر، دتکفیری اوداعشي تاؤتریخجنو اوافراطپالو عقیدو  په وجه دي  چې  د دوي په ضد پیاوړی او مخه نیونکی چلند د بشری حقوقو،آزادۍ او ډيموکراسۍ د مدعي حکومتونو  مسئولیّتونه دي.

د ایران دخارجه وزارت ویدوي  له دغې افسوسناکې واقعې په وړاندې د جرمني دحکومت  په ځواب وئيلو باندې په ټينګار سره  روښانه کړه، ددغه سپک  اقدام له عواملو سره په چلند کې د جرمني  دپیاوړي ،سخت اوجوت  غبرګون په تمه یوو  او ددغه شان  ا قداماتو دتکراریدا دمخینوی لپاره په چټکې قضائي تعقیبونې پسې یوو.ددغه ډول فتنه رامینځةکونکي  اقدامات چې تر شا ئې نړیوال صهیونزم اواستکباري لاسونه دي ،یو ځل بیا د اسلام ددښمنانو د دسیسو په وړاندې  داسلامی هیوادونو او مسلمانانو د لازیات انسجام اواتحاد  اهیمّت دوه چنده کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4076693/ایران

 

captcha