IQNA

په کربلاکې  په تاسو عا او عاشورا دستورو کې د  حسینی عزادارو شتون بې مخینې دی

16:35 - August 09, 2022
د خبر لمبر: 3486084
ایکنا-(تهران)په کربلاکې د حسیني مقدس آستان مسئولانو دیوې اعلاميې په صادرولو سره ووئيل،په کربلا معلی کې سږکال دتاسوعا او عاشورا په ولولناکو دستورو کې د ګډون لپاره دحسینی مینه والو شمیر له ۲۰۰۳کاله راپه دې خوا تر دې دمه  بې مخینې دی.

ایکناخبری آژانس د الفرات نیوز له قوله راپور راکړ،د حضرت امام حسین علیه السلام  دمقدس آستان دنظم دساتنې مسئول فاضل عوز په یوې اعلامیې کې ووئيل، د نړۍ له مختلفو هیوادونو ډير زیات زیارتوال عراق ته وارد شوي دي څو سږکال د حسینی تاسوعا او عاشورا په دستورو کې ګډون وکړي . هغه زیاته کړې. دکربلا ښار د محرم  د میاشتې له هماغه لومړنۍ ورځې راهسې د  لسګونو زره حسینی زیارتوالو  شاهد دی او دغه شمیر  له ۲۰۰۳کال څخه تردې  دمه هیڅ مخینه نه لري .

فاضل عوز روښانه کړې ده ، پر عراقي ښاریزو سربیره ، چې  ددغه هیواد له مختلفو ولایتونو  کربلا معلی ته  راغلي دي ،دنړۍ له مختلفو هیوادونو په زرګونو زیارتوال کربلا ته رارسیدلي دي څو د حضرت امام حسین او حضرت عباس علمدار علیهماالسلام د حرمیّنو په شاوخوا او بین الحرمیّن کې  دحسینی تاسوعا او عاشورا په دستورو کې  شتون پيدا کړي .

د ایکناخبری آژانس درست کارکونکې،د محرم د غمجنو شپو ورځو په مناسبت د نړۍ درستو پتمنو او په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائي .

 

https://iqna.ir/fa/news/4076741

captcha