IQNA

په اسلامی تعلیماتو باندې عمل کول زما د بریالیتوبونو عامل دی

16:24 - August 11, 2022
د خبر لمبر: 3486097
ایکنا-(تهران)د جرمني د بایرن میونیخ فټبال ټیم مراکشي لوبغاړی نصیرمزروعی وائي،د اسلام ددین په تعلیماتو عمل سبب کیږي د لوبې په ګراؤند کې لاښه کړچار  او لوبه وکړئ شم.

ایکناخبری آژانس  د باوارین فوټبال ورکس له قوله راپور راکړ،د مراکش  یو مسلمان لوبغاړی نصیر مزروعي چې په همداوروستیو کې دجرمني له بایرن میونیخ فټ بال کلب سره یوځاي شوی دی،باؤري دی چې په اسلامی تعلیماتو او احکامو باندې  عمل کولو هغه سره مرسته کړې ده څوپخپلو پښو دریږي.

مزروعي وائي ،اسلام په ژوند کې زما یوه لومړنۍ موضوع ده،لمونځ ادا کول  له ماسره ډیره مرسته کوي.

د یوه مسلمان په توګه مزروعي باؤری دی  چې په ورځ کې پنځه وخته لمونځ  اداکوي،هغه په بایرن میونیخ فټ بال کلب کې هم د سادیومانه پشمول له نورومسلمانو لوبغاړو سره په جمې سره لمونځ اداکوي.

نصیر مزروعي همداراز په روژې مبارکې میاشتې کې ټوله روژې ساتي . هغه په دې باب وائي،ډیری خلک نه پوهیږي،چې ددوي بدن څومره توانمنۍ لري. که کافي اراده وي،نوبدن ډير زیات کارونه کولی شي. روژه زما په کار اوکړچار هیڅ اغیزې نه شیندي، کله کله حتی د روژې په مبارکې میاشتې کې لا ښه کړچار او فعالیتونه  کوم،ځکه روژه یوه مبارکه میاشت ده او زما ایمان،ماته ډير قدرت راپه برخه کوي او ما د لوبو په ګراؤند کې لا توانمن کوي.

د جرمنی په بایرن میونیخ فټ بال  کلب کې د نصیر مزروعي  او سادیو مانه ترڅنګ د جرمني  دجمال موسیالا او د کینیډائي مسلمان  عمر پشمول نور مسلمان لوبغاړي  هم شته دي. ددغه کلب مسئولانو په ۲۰۱۸کال کې ددغه ټیم په مخصوص سټیډیم (آلیانز آرنا) کې یو جومات هم جوړ کړی،څو د خپلو مسلمانو لوبغاړو اوپلویانوخدمت وکړي .

https://iqna.ir/fa/news/4077423/%

captcha