IQNA

په هند کې د یتیمانو او اړمنو لپاره قرآني مدرسه افتتاح شوه

17:18 - August 15, 2022
د خبر لمبر: 3486109
ایکنا-(تهران)د کویت ؛حفاظ؛خیریه ټولنې، په هندوستان کې د کابو لس زره یتیمانو او اړمنو زده کونکو  د استفادې په خاطر یوه قرآني مدرسه جوړه کړه.

ایکناخبری آژانس د المجتمع له قوله راپور راکړ،د کویت دحفاظ خیریه ټولنې  داداري شورا مرستیال مشر احمدالمرشد په دې باب ووئيل،دغه قرآنی مدرسه  په الهي فضل سره د هندوستان په هاریتا سیمې کې له بې سوادۍ سره د مقابلې او بې سرپرست او نیازمندو زده کولو ته دعربی ژبې د اصولو او دقرآني  چارو د زده کړې د فرصتونو د برابرولو په خاطر افتتاح شوې ده.

هغه زیاته کړې ده،له دغې مدرسې به څه دپاسه لس زره زده کونکي استفاده وکړي او په دوه سوه کسیزوډلو کې به د قرآن کریم یادونې ته مخه کړي.

احمد المرشد روښانه کړې،قرآنی مدرسې په ټولنې کې داسې مهم ځائيګی او رول لري چې د قرآن کریم له اهمیّته او ځائيګي ئې سرچینه اخستې ده، قرآن کریم یو تل پاتې الهي   کتاب او د لارښونې مشال دی.

المرشد دغه راز ووئيل،دقرآن کریم مدرسې په ټولنو کې شرعي او تربیّتي ضرورتونه دي  او دغه راز په یووخت په تربیت،تزکیې او د نحرافي عواملو په وړاندې د بچیانو په ملاتړ کې دکورنۍ او مدرسې،په څير په نورو تربیّتي ډګرونو  کې هم مهم رول لوبوي.

هغه دخپلو خبرو په پاي کې د کویت د حفاظ خیریّه ټولنې  فعالیتونو ته په اشارې سره ووئيل،دغه ټولنه دنړۍ په مختلفو مسلمان میشته سیمو کې د قرآني مدرسو او کلاسونو جوړولو ته هم خاص توجه کړې ده،داسې سیمې چې  جوماتونه او د قرآن  او عربی ژبې د زده کړې  اوتدریس ځایونه نه لري.

https://iqna.ir/fa/news/4077967/%

captcha