ایکناخبری آژانس د النشره له قوله راپور راکړ، د لبنان جعفری مفتي شیخ احمد قبلان په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ده ،سلمان رشدي دلویدیځ د کلتوري عملیاتو دکوټې یوه برخه دی چې په خطرناکو دروغو سره ئې داسلامی میراث په باب خبرې کوي،څودمونږ میراث دیوه جنایتکار میراث په توګه معرفي کړي.
هغه وئيلي دي ،هغه یعني رشدي د مسلمانانو او د دوي د میراث په اړه یو نفرت خوړونکی کلتور رامینځةکړی او د پیغمبر اکرم او د اسلام په ضد ئې د شیطاني آیتونو اوشیطاني لیدتوګو کتاب لیکلی او دلودیځ غچ اخستونکی نفاق ئې دودکړی اود یوه فکري او کلتوري ژغورونکي په توګه د لویدیځ په معرفي کولو پسې دی .
جعفری مفتي ټينګار کړی ، د انسانیّت او کلتور دښمن سلمان رشدي ،د بیان د آزادۍ ترټولو بده څيره ،یو لویدیځ وال مار او د شرارت اوتورتمو پيښ، په باب د لویدیځي معارونو په اساس په بشبړ ډول یوه بلا او هیولا ده . لودییځ ورسره لوبې وکړې او اوس د هغه لپاره د مګر مچ اوښکې تویوي .مونږ به د هغه لپاره هیڅ افسوس ونه کړو.ځکه چې په هغه کتاب سره چې ئې لیکلی ، دمسلمانانو او ددوي د دین په ضد ئې دنفرت او جنایتونو یو لوي سیلاب اوطوپان رامینځةکړی دی.