IQNA

د ایټمي خبرویوه موخه د امریکا لپاره له موافقې د وتلو د لګښت ورکول دي

16:27 - August 17, 2022
د خبر لمبر: 3486117
ایکنا-(تهران)د ایران  د ایټمي مرکچي ټیم سلاکارد جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  دروانو خبرو اترو یوه موخه  د امریکا لپاره  له دغې نړیوالې ایټمي موافقې د وتلو دلګښت زیاتیدل وبلل.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د  ایټمي مرکچي ټيم سلاکار محمد مرندي  له الجزیره ټيلیویژنی چینل سره په خبرو کې  ووئيل  په راتلونکي کې له هرډول موافقې څخه د امریکا د  وتلو لپاره د لګښت زیاتیدل ،یو داسې ضرورت دی چې  موخه ئې  دموافقې پیاوړتیا ده او دا به د درستو لورو په ګټه وي.

 دایران او ۴+۱ډلې ترمینځ  د نړیوالو ایټمی خبرواترو  نوی پړاؤد ایران په ضد د امریکا د ظالمانه بندیزونو  د ختمولو په چورلیزتوب سره  په نهائي مرحلې کې  روانې دي او پرون  دایران اسلامی جمهوریت  داروپائي  اتحادئې  وړاندیزي پیکیج ته خپل ځواب  ورکړی دی او ټاکل شوې ده چې  په دې باب له امریکائي لوري سره  داروپائي ټرائيکا خبرې اترې کیدونکي دي او ډیر زر  د جامعې نړیوالې ايټمي موافقې  د روانو خبرواترو نتیجه  روښانه شي.

محمد مرندي په  دغې مرکې کې ټينګار کړی دی ،ددغو لګښتو د زیاتولو  یو اړخ ، د ایټمي یا اقتصادي،سیاسی او حقوقي ضمانتونو  اخستل دي .

  د ایران د ایټمی مرکچي ټيم سلاکار روښانه کړې، له قتصادي ضمانته دایران مقصد ،د امریکا د بندیزونو په مقابل   کې د بهرنیو شرکتونو   خوندي ساتل او ورڅخه ملاتړ دی .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i119832

captcha