IQNA

د سیمې د مسئلو دحل لپاره د ایران ځائیګی ډير لوړ او غښتلی دی

5:49 - September 24, 2022
د خبر لمبر: 3486261
ایکنا-(تهران) د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي  پرون ناوخته  دتهران په مهرآباد  هوائي ډګر کې له نیویارکه دبیرته ستنیدا په وخت ووئيل،ددښمنانو هلې ځلې ناکامې شوې او  د ایران د ملت چغه او د مظلومیّت آواز د درستو نړیوالو غوږونو ته ورسید.

 د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ په ناستې کې له ګډون وروسته پرون تهران ته راستون شو او په مهرآباد هوائي ډګر کې ئې په خبری ناستې کې  ووئيل ، دښمنانو ډیره هڅه کړې څو  په نیویارک  ته په سفر کې دنړیوالو غوږونو ته دایران دملت غږ ونه رسیږي ،خو ناکامه شول.

 د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي  پرون ناوخته  دتهران په مهرآباد  هوائي ډګر کې له نیویارکه دبیرته ستنیدا په وخت ووئيل،ددښمنانو هلې ځلې ناکامې شوې او  د ایران د ملت چغه،یعنی ددرستو ظالمانه بندیزونو ختمول، د شهید جنرال قاسم سلیماني په څير د شهیدانو دمظلومیّت فریاد آوریدل او  انسانانو ته له دوه مخي نظره او ظلم او ستمه لیریکیدا دې درست ملتونه په  نظر کې ونیسي، زما په اند دښمنانو غوښتل چې دغه آواز   نړیوالو ته ونه رسیږي، خو په ښه ډول دغه فریاد په نړیوالو اورګانونو کې دنړیوالو په غوږونو کې انګازې وکړې.

 د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د بلوه ګرو او کرغیړنو اقداماتو   په ضد د ایران د میړني اوموقعه پیژاندولس میلیوني  خود جوشه لاریون ته په اشارې سره  ووئيل،  د وس ولولناک شتون او  هغه اقتدار اوعظمت چې ولس پخپل شتون سره نندارې ته وړاندې کړ، ددښمنانو نقشې ئې له ماتې سره مخ کړې.

 ابراهیم رئیسي  په نیویارک کې  خپلو لیدوکاتو ته په اشارې سره هم ووئيل، د ملګرو ملتو  په عمومی اسمبلۍ ناستې ک یو فرصت ؤ ځو د اسلامی ایران  لیدتوګې بیان کړو،په دغو لیدوکاتو کې  په یواړخیز پالنې ډډه کولو، له دوه ګوڼو سټنډرډونو په مخ اړولو دترهه ګرۍ ،بشری حقوقو او ایټمی موضوع باندې رڼاواچول شوه  او  په هغه دوګوڼو نظرونو چې په لویدیځ کې موجود دی اعتراضونه پورته شول.

 هغه  له ایران سره د ملګرتیا لپاره  دمختلفو هیوادونو ګروهنو ته په اشارې سره  ووئيل، دسیمې اونړۍ په سویه له ایران سره دسیاسی اواقتصادي ملګرتیا  دپراختیا لپاره ګروهنه شته  او اوس  د سیمې او نړۍ  دمشکلاتو دحل لپاره دایران  پرځائيګي ټينګار کوي.  ابرهیم رئیسي  همداراز  دملګروملتو له سرمنشي سره خپلې کتنې ته په اشارې سره ووئیل له انتونیو ګوتریش سریه په کتنې کې  دخپلو مسئلو د حل  لپاره د ملتونو ته په رول ورکولو او د دوي په داخلی چارو کې د پرَدیَو  د لاسوهنې په مخنیوي کې  دملګروملتو د ځائيګي په اهمیّت مو ټينګار وکړ او ومو وئیل چې ملګري ملتونه باید په حقیقي معنا کې د ملتونو موسیسه شي .

 ابراهیم رئیسي  په دوام کې ووئيل ،مونږ  باؤري یوو ، دیمن،افغانستان  او اوکراین  مشکلات دحل وړ دي او  دنورو لاسوهنې ته هیڅ ضرورت نشته .

 د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر روښانه کړه ، نن سبا  د سیمې د مسئلو دحل لپاره دا یران د اسلامی جمهوریت ځائیګی ډير  لوړ او غښتلی دی.

https://www.farsnews.ir/news/14010701000500/%D8%B1

captcha