IQNA

د عربو هیوادونو له کمزورتیا  په قدس د صهیونیسټانو د سلطې هڅه کیږی

6:35 - September 28, 2022
د خبر لمبر: 3486272
ایکنا-(تهران) د فلسطین د حماس غورځنګ دسیاسی دفتر یوه مسئول مقام محمودالزهار ټينګار کړی، صهیونیسټ رژيم د عربی نړۍ له کمزورتیا څخه پر قدس ښار او الاقصی جومات  د مسلط کیدا لپاره  ناوړه استفاده کوي.

ایکناخبری آژانس د شهاب له قوله راپور راکړ،دفلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس دسیاسی دفتر یوه مسئول مقام محمود الزهار  ټينګار کړی دی صهیونیسټي رژيم  پر الاقصی جومات او دپر قدس نیواکي ښار د سلطې لپاره د عربی نړۍ له کمزورتیا ناوړه استفاده کوي.

په الاقصی جومات د صهیونیسټ میشته ښارګوټو د اوسیدونکو  اوپوځيانو یرغل  هغه سیاست دی چې  نیواکګر ئې په لویدیځ کې د یهودیانو  دملاتړ په سیوري کې او د هغې بې وسئ اوکمزورتیا  څخه د ناوړه استفادې د وام دی چې عرب هیوادونه ورسره لاس او ګریوان دي .

محمود الزهار زیاته کړې ، دفلسطین دآرمان واقعي معادل ، هغه وسلوال مقاومت دی چې  په قدس او لویدیځي غاړې او نیواکي ټاټوبو کې  له ۱۹۴۸کال څخه پیل شوی دی.

 باید ووئیل شي ، د دوشنبې له سهار سره د یهودیانو د اخترونو د پیلیدا په یووخت والي سره په الاقصی د صهیونیسټانو یرغلونه زیات شوي او په نیواکي قدس کې پوځي تابیاوې نوره هم زیاتې شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4088193/%

captcha