IQNA

د افغانستان په هرات کې دمیرمنو د نقاشۍ هنری نندارتون جوړ شو

15:35 - October 05, 2022
د خبر لمبر: 3486291
ایکنا-(تهران)د افغانستان د هرات ولایت دغو هنرمندو میرمنو د ماډرن سټایل لیک اونقاشۍ دغه یو سل پنځه آثار د معلم د ورځې په مناسبت نندارې ته وړاندې کړي دي.

ایکنا خبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ،د افغانستان په هرات ولایت کې د پنځلسو هنرمندو میرمنو د نقاشۍ یو سل پنځه آثارپه یوې نمایشګاه کې  نندارې ته وړانډې شوي دي .

په راپور کې وئيل شوي دي دغو هنرمندو میرمنو د ماډرن سټایل لیک اونقاشۍ دغه یو سل پنځه آثار د معلم د ورځې په مناسبت  نندارې ته وړاندې کړي دي.

یوې هنرمندې میرمن کوثر عمر ددغه نندارتون په باب ووئيل،  هرڅه ښه روان دي او  او نقاشي او  نور ټول کارونه دتیرو وختونو په څیر په ښه توګه ترسره کیږي.

دنقاشۍددغه نندارتون ترسره کونکي عبدالکریم ارباب زاده  هم په یولړ څرګندونو کې  ووِییل،د هنرمندو میرمنو  دنقاشۍپورټریټله دې مخکې د اطلاعاتو اوفرهنګ  دادارې له لارې نندارې ته  وړاندې شوي وو.

هغه زیاته کړې په مشهد کې مو هم یو نندارتون درلود او درې مو په تهران کې ترسره کړي دي  چې  په هغو کې هم د افغانستان هنرمندې میرمنې ښې ځلیدلي دي.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1401/07/13/2783857/

captcha