ایکناخبری آژانس د سبق له قوله راپور راکړ، د عربستان د ملک فهد په نامې سره د قرآن دچاپ مرکز دتولید دکیفیّت دکنټرولونکي برخې مشر عبیدالله الحربی په دې باب ووئيل، د کتابت او خوشخطۍ په برخو کې په دغه کمپلیکس کې د قرآن کریم چاپول، په پنځو مرحلو کې دي .دخوشخطۍ لومړنۍ مرحله چې پکې د تخصصي علمي کمیټې د قرآن دکتابت او خوشخطۍ څرنګوالی په دقیق ډول څاري او بیا کتنه ورباندې کوي، دوهمه برخه پر حروفو دټکو سموَل،درمه برخه د آیتونو برابرول، څلورمه برخه د وقف او ابتدا د نښو برابرول او پنځمه برخه د آیتونو په دقیق ډول شمیرنه چې په دغو ټولو مرحلو کې دتخصصي علمي څانګړي کمیټه پرې دقیقه څارنه کوي.
هغه زیاته کړې ده ، په څلورمې اونهائي مرحلې کې هم چې دجلد د چاپ او صحافي مرحله ده ،د قرآن چاپول په څوروایتونو او مختلفو ژبو سره ترسره کیږي.
باید ووئيل شي چې د ۲۰۲۲کال دریاضد کتاب نړیوال نندارتون د ستمبر په ۲۹نیټه دعربستان د کلتور وزارت په همت سره پیل شوی او د اکتوبر تر اتمې نیټې پورې په دوام ومومي .