IQNA

په جرمني کې  اسلامی ضده احساسات زیات شوي دي

15:51 - October 06, 2022
د خبر لمبر: 3486296
ایکنا-(تهران) د مهاجرت او د ادغام د تخصصی شورا(  (SVRپه وسیله وروستۍ مطالعه شوي چې ښئ په جرمني کې د مسلمانانو په ضد فعالیّتونه او لیدتوګې پراخې شوي دي.

ایکناخبری آژانس د آناتولي له قوله راپور راکړ،دغې مطالعې  او غوښتې کابو اته څلویښت فیصدي ځواب ورکونکو  وئيلي دي ،چې باؤری  دي،اسلام  د جرمني ټولنې سره سمون نه خوري .په داسې حال کې چې ۲۹فیصدي ځواب ویونکو وړاندیز کړی چې په دغه هیواد کې دې اسلامی اعمال محدود شي.

په راپور کې وئيل شوي دي ،غږول شوي کابو ۴۴فیصدي جرمنیان په دې اند دي چې د مسلمانانو تنظیمونه باید دحکومتی امنیتی ادارو په وسیله وڅارل شي، په داسې حال کې چې  یوازې شپاړس فیصده ځواب ویونکو له دغه شان اقدام سره مخالفت کړی دی.

په هغو مهاجرانو کې اسلامي ضده لیدتوګې چې له غیر اسلامی هیوادونو جرمني ته ورغلي،تر یوه حده زیاتې وې.ددغه راپور په اساس،هغه کسان چې  له مسلمانانو سره اجتماعي ارتباط لري،اسلامی ضده تفکراتو ته ډيره کمه ګروهنه لري.

د ایس وي آر مطالعې همداراز په جرمني کې یهودي ضده لیدتوګې هم ارزولي دي  او دې نتیجې ته رسیدلي دي چې یهودي ضده تفکرات  هم په جرمنیانو کې  او هم په دغه هیواد کې په ماهجرو ټولنو کې پراخ شوي دی .

دجرمني په ټولنې کې له مسلمان او یهودي دینونو سره د خلکو دنسبت منفي تفکرات درز اچونکي دي  او اجتماعي انسجام کمزوری کوي. په عین حال کې  دغه ډول تفکرات او لیدتوګې نه یوازې دمهاجرت  له مخینې پرته  کسانو په وسیله،بلکې د جرمني ته کډه په سر شوو کسانو کې هم شته. ایس وي آر ډلې،د توپیرضده فعالیت او دکلتوري تفکر لرونکو ترمینځ د تماسونو  د  ټينګیدا له لارې،دخلکو په درستو ډلوټپلو کې   د مسلمانانو اویهودیانو ضده تفکراتو سره  دمقابلې لپاره د لاپياوړي اقدام  غوښته کړې ده. دوي ټينګار کړی ددینونو ترمینځ خبرې اترې  او له تعامل سره اړونده بڼې  هم ددغه شان تعصباتو له کمیدا سرهمرسته کولی شي.

جرمني  په څه دپاسه څلور اتیا میلیون نفوسو سره، له فرانسې وروسته  د د اروپا په لویدیځ کې دوهم زیات مسلمان لرونکی هیواد دی . درسمي احصایو په اساس،په دغه هیواد کې  کابو څلور اعشاریه اوه میلیون مسلمانان ژوند کوي.

دجرمني ځینو اړونده ادارو  په ۲۰۲۱کال کې  له اسلامه  د ویرونکي پروسې سره  اړونده  کابو شپږسوه دوه شپیته موردونه ثبت کړي دي .د تیر کال له جنورۍ تر تیر دسمبر پورې په مودې کې  په څه دپاسه ۴۶جوماتونو باندې حملې شوي او دمسلمانانو په ضد دتاؤتریخوالو په دلیل  کابو اولس کسان ټپیان شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4089961/%

captcha