IQNA

د پاراچناره طوری او بنګښو قبایلو د افغانستان سیلاب او زلزله ځپلو خلکو ته  د مرستو ستر کاروان ولیږۀ

16:56 - October 06, 2022
د خبر لمبر: 3486297
ایکنا-(تهران) د پاکستان دخیبرپختونخواه صوبې د کورمې ضلعې د پاره چنار طوری  او بنګښو قبایلو د افغانستان د پکتیکا او خوست ولایتونو له زلزله  او سیلاب ځپلو خلکو  سره  په مرستو بار لسګونو ټریلرې او ګاډي دغو سیمو ته ولیږل.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د  پاکستان د کورمې ضلعې   چې مرکز ئې پاره چنار دی،طوري او بنګښو قبایلود تحریک حسینی ، انجمن حسینیه  او څو نورو ځاي تنظمیونو او مدني فعالانو په همت او زیار سره له تیرو څو اونیو راهسې د افغانستان د پکتیا او خوست ولایتونو له زلزلې او سیلاب ځپلو خلکو سره د مرستې کمپاین پيل کړی ؤ چې پرون ئې دغه مرستې د ټریلرو او  ټرکونو په ستر کاروان کې  دغو سیلاب اوزلزله ځپلو سیمو ته ولیږدولې .

د   پاراچنار سیمې د تحریک حسینی غورځنګ مشر سید تجمل حسین  خبریالانو ته ددغو مرستو دتفصیل په ښودلو سره  ووئيل،د کورمې خلکو چې پخپله هم زیات وس نه لري له خپلو اړتیاؤ څخه دځينو شیانو په بیلولو سره ئې د افغانستان له زلزله اوسیلاب ځپلو خوئيندو او وروڼو سره په مرستو کې خپله برخه  اخستې  او له دغو خلکو سره ئې  دیوه ګاونډي او مسلمان په حیث  خپلې مرستې کړي دي . ښاغلي تجمل آغا دغه راز ددغو مرستو په تفصیل کې ووئيل چې په دغو مرستو کې د څو ټنه خوراکي موادو پر جوپو سربیره په دغو مرستو کې  څلور سوه خیمې ، اته سوه بسترې ،اته سوه فومونه ،څلور سوه پوړونه یا پزي ، څلور سوه د لوبو فټبالونه،د ماشومانو او نوزیږو لپاره څلور سوه ځانګوانې ،ډینرسیټونه  او دغه راز نوره په لسګونو ټنه درمل د لسګونو ټریلرو او ټرکونو په ستر کاروان کې پرون د افغانستان زلزله او سیلاب ځپلو ته ولیږدول.

هغه دغه راز روښانه کړه ،دیوه مسلمان او ګاونډي په توګه  پر مونږ دا فرض ده چې دخپلو زلزله  اوسیلاب ځپلو افغان خویندو  او وروڼو مرستو ته ودنګو،که څه  هم دا دومره ډيرې مرستې نه دي خو په دغو مرستو کې د ډيرو غریبانانو هم ونډه شته  او هر طوری او بنګښ قبایل په دغو مرستو کې خپله برخه اخستې ده .

دپاراچنار د تحریک حسینی غورځنګ مشر دغه راز  د کورمې د انجمن حسینیه،حیدری بلډ بینک ، امامیه آرګنایزیشن ایم ډبلیو ایم  او ځینونورو سیمه هیزو تنظیمونو او مدني ټولنو  هم ډيره مننه کړې ده چې په دغو مرستو غونډولو کې ئې شپه ورځ مرسته کړې او  دغه په ټنونو  مرستې ئې غونډې کړي دي.

باید ووئيل شي، څو میاشتې مخکې د افغانستان  په پکتیا،پکتیکا او خوست ولایتونو کې مرګونو زلزلو او سیلابونو ددغو جنګ ځپلو سیمو د اوسیدونکو لپاره ژوند ډير تریخ کړی چې  له بده مرغه له دغو سیمو اوسیدونکو سره نړیوالو موسیسو او  اړونده اورګانونو د پام وړ مرستې نه دي کړي او دغه خلک ئې د خداي په اسرې پریښودلي دي .

 

captcha