ایکناخبري آژآنس د ایران پریس له قوله راپور راکړ،د جرمني ګوتینګن ښار د جومات مدیریّت پرون د یوې ګواښونکي او توکمیز لیک دترلاسه کولو خبر ورکړ.
د ګوتینګن ښار دجومات مسئولانو په یوې اعلامیې کې ددې خبرې په کولو سره چې دغه جومات یوځل بیا د توکمپالو له ګواښ او سپکاویو سره مخامخ شوی ووئيل،ناپيژاندو کسانو په دغه لیک کې له ګواښونکو ،سپکو او نازي ډوله ژبې ډکو جملو څخه استفاده کړې ده .
له دې مخکې هم د ستمبر په دوویشتمه نیټه په دغه جومات ناپيژاندو کسانو حمله کړې وه.
دجرمني مسلمانانو تردې دمه په کرتو په دغه هیواد کې په اسلامی مرکزونو اوجوماتونو باندې د حملو او په اسلام ضده اقداماتو خپله ژوره اندیښنه بیان کړې او ددغو مرکزونو په ساتنې کې ئې دامنیتی تدبیرونو د زیاتولو غوښته کړې ده.
په کلي توګه په لویدیځ کې اسلام ضده اقدامات د مسلمانانو په ضد د دوسیو دجوړولو،د اسلامی مقدساتو اومرکزونو سپکاویو او د اسلام په ضد د پراخو پروپيګنډو په څير فعالیتونو سره ترسره کیږي.