IQNA

قرآنی شخصیَتونه/14

د حضرت ابراهیم علیه السلام د مناظرې روده

14:25 - November 12, 2022
د خبر لمبر: 3486446
ایکنا-(تهران) مختلفې ډلې که په منطقي توګه یوه یوې بې سره مخامخ شي ،مناظره او خبرې وکړي، نو په همدې وخت ده چې یا خو به مشترکاتو ته ورسیږي و یا د مقابل لوری ددریځ  منلو ته تیاریږی. ددغې موضوع تاریخي مثال هغه مناظرې دی چې حضرت ابراهیم(ع) له مخالفو ډلو سره درلودلي دي.

حضرت ابراهیم(ع) په یوه داسې پړاؤ کې ژوند کاوه چې بت پرستي پراخه شوې وه،خو هغه په بتانو هیڅ اعقتاد نه درلود او د بتانو د ناکارندوالي د ښودلو لپاره به ئې له هرفرصته استفاده کوله.په دغې لارې کې  حضرت ابراهیم یوه روده ،مناظرې او خبرې وې. هغه په کرتو  له خپل سرپرست او بلل شوی پلاور آزر سره چې یو بت پرست ؤ ،مناظره او جدال کوه. وروسته وروسته په دې پسې چې  بتان سره دړې وړې شول، له نمروز سره چې دهغه مهال پآچا ؤ، مناظره وکړه. په هغه پړاؤ کې ئې  هم له داسې کسانو سره مناظرهوکړه ،چې د لمر او ستورو عبادت ئې کوه.

ایرهیم پخپلې مناظرې کې له اغیزشیندونکو رودو استفاده کوله.د مثال په توګه ٔ! ایراهیم له منطقی پوښتنو څخه په استفادې سره  هڅه کوله مشرکان او بت پرست دخپل کار نیمګړتیاؤ اوکمزوریو ته متوجه کړي. ابراهیم په دغې  رودې سره له آزر سره مناظره وکړه؛«يَا أَبَتِ إِنِّي قَدْ جَاءَنِي مِنَ الْعِلْمِ مَا لَمْ يَأْتِكَ فَاتَّبِعْنِي أَهْدِكَ صِرَاطًا سَوِيًّا:؛ ائ پلاره!بې شکه ماته  له علم(وحي له لارې )مو حقایق ترلاسه کړي  چې تا  نه دي ترلاسه کړي،نوله ما څخه پیروي وکړه څو سمې لارې ته هدایت کړو(د مریم سوره-43آیت)

همداراز داسې پوښتنې به ئې مطرح کولې څو بت پرست  دخپلو باؤرونو او اعتقاداتو په باب له شک سره مخ کړي او له دې وروسته به ئې ،هغو له  خپلو تیروتنو سره  مخ کول؛‎  «إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ مَا تَعْبُدُونَ؛ قَالُوا نَعْبُدُ أَصْنَامًا فَنَظَلُّ لَهَا عَاكِفِينَ؛ قَالَ هَلْ يَسْمَعُونَكُمْ إِذْ تَدْعُونَ؛ أَوْ يَنْفَعُونَكُمْ أَوْ يَضُرُّونَ؛ قَالُوا بَلْ وَجَدْنَا آبَاءَنَا كَذَلِكَ يَفْعَلُونَ:؛ نو هغه مهال چې خپل پلار او قوم ته ئې ووئيل،  د چا عبادت کوئ،وې وئيل، د بتانو عبادت کوو اوتل د هغو نوکران اومریونه یوو؛ووئيل شول ،ایاکله دعا کوئ ،نو دوي ئې آوري ،یا تاسو ته ګټه او یا تاوان رسوي.، وې وئيل، نه بلکې  مونږ خپل پلاران لیدل چې دغه شان کارونه ئې کول:: (د شعرا سوره له ۷۰ تر ۷۴پورې آیتونه)

 حضرت ابراهیم(ع) پخپلو مناظرو کې د پرتله کولو ،استدلال او قانع کونې په څير له نورو رودو استفاده کوله. دحضرت ابراهیم علیه السلام یوه ترټولو په زړه پورې مناظره ،د ستورو  له عبادت کونکو سره مخاخیدا وه. هغه بزرګوار ددغې ډلې د قانع کولو لپاره په پل کې ځان  یو د ستوري منونکی معرفي کړ،خو دغه باؤر ئې له چیلنج سره مخ کړ اونهایتا دې نتیجې ته ورسید چې یوازې واحد خداي د عبادت وړ دی؛ «فَلَمَّا رَأَى الْقَمَرَ بَازِغًا قَالَ هَذَا رَبِّي فَلَمَّا أَفَلَ قَالَ لَئِنْ لَمْ يَهْدِنِي رَبِّي لَأَكُونَنَّ مِنَ الْقَوْمِ الضَّالِّينَ؛ فَلَمَّا رَأَى الشَّمْسَ بَازِغَةً قَالَ هَذَا رَبِّي هَذَا أَكْبَرُ فَلَمَّا أَفَلَتْ قَالَ يَا قَوْمِ إِنِّي بَرِيءٌ مِمَّا تُشْرِكُونَ: او کله ئې چې میاشت یا سپوږمئد طلوع کیدا به وخت ولیدله،نو وې وئيل،دا د ماپروردګار دی،هغه مهال چې کله میاشت پټه شوه نو وې وئيل، که  زه خپل پروردګار هدایت کړی نه وائ،نو حتما به د ګمراهانو له ډلې وم؛ نو بیا کله لمر راڅرګند شو،نو وې وئيل چې دا د ما پروردګار دی، دا لا لوي دی،اوکله چې لمر ولوید او تورتم شو،نو وې وئيل، ائ دما قومه ! زه له هغه څه چې (دخدای لپاره) شریک جوړوي،بیزاره یم:::(انعام/ 77 و 78).

حضرت ابراهیم په مناظر و کې له ګواښونو او خطرو له ویرې پرته،په شجاعت سره خپل نظرونه بیانول،البته دا خبرې به ئې په ډير آرامښت او سوله ایز ډول وې. دا موضوع  په مخاطبانو کې د هغه د کلام د قدرت دزیاتیدا او د منلو  لامل کیدله.

captcha