IQNA

 د لویدیځ د سربدالۍ علت د اسلامی ایران پرمختګ دی،د شرارت ټغر به زر ټول  شي

15:42 - November 19, 2022
د خبر لمبر: 3486478
ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سیدعلی خامنه اي نن د اصفهان ولایت د ولس له یوشمیرپرګنو سره په کتنې کې پخپلې وینا کې ټينګار وکړ،  دغه پيښې او جنایتونه او ورانکارۍ ، د خلکو او  کارکسب کونکو لپاره یو لړ مشکلات رامینځةکوي،خو ددغو شرارتونو  ترشا او په ډګر کې کسان  له دې ډير سپک او بې شرمه دي چې  اسلامی نظام ته تاوان ورسوي.

 

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د وروستیو بلواؤ د لوبغاړو اصلي هدف  دم لت میدان ته راویستل وبلل او وې وئيل ، د شرارت ټغر به بې له کوم شکه ټول شي او د ایران ملت به  په لازیات ځواک او له تازه روحیې سره د  د هیواد د پرمختګ په میدان کې حرکت ته دوام ورکړي.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمی سیدعلی خامنه اي نن  د اصفهان ولایت د ولس  له یو شمیر پرګنو سره په کتنې کې پخپلې وینا کې ټينګار وکړ،  دغه پيښې او جنایتونه او ورانکارۍ ، د خلکو او  کارکسب کونکو لپاره یو لړ مشکلات رامینځةکوي،خو ددغو شرارتونو  ترشا او په ډګر کې کسان  له دې ډير سپک او بې شرمه دي چې  اسلامی نظام ته تاوان ورسوي.

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود روښانه کړه ، له اسلامی جمهوری نظام سره د استکبار اصلي مشکل  دا دی چې که  دغه نظام   په دنیا کې پرمختګ   نندارې ټه وړاندې کړي، نو د لویدیځي نړۍ  د لیبرل ډیموکراسۍ  منطق به باطل شي.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وکړ، د  همدې  لالهاندۍ او سربدالۍ  په دلیل، امریکایان او اروپایانو خپل درست امکانات راډګر ته کړي، البته  هیڅ  نشي کولی، هماغه ډول چې  له دې مخکې ئې  هیڅ ونه کړائ شول او په راتلونکي  کې  به  هم هیڅ ونه کړئ شي.

 د اسلامی انقلاب  معظم لارښود همداراز د لویدیځوالو   چلول او دوکې ته په اشارې سره چې  د آزادۍ او ډیموکراسۍ په نامې سره ئې په هیوادونو کې د ولسواکۍ او آزادۍ په ضد  اقدامات کوي،ووئيل،  افغانستان یوڅرګند او روښانه مثال دی چې امریکایانو  دحکومت د ولسی نه شونې په پلمه ، په دغه هیواد پوځي یرغل وکړ، خو له شلو کلنو جنایتونو ،لوټ مار  وروسته ئې  هماغه  حکومت چې  د هغو په ضد ئې یرغل کړی ؤ ،واک ته  ورسید او  دوي په بې شرمۍ سره   له هیواده ووتل.

 د اسلامی انقلاب  ستر لارښود دې ته په اشارې سره چې  د ایران او استکبار  په اساسي ډغرې کې  په سر کې  ا مریکا ده او اروپا  د  ا مریکا تر شاولاړه ده ، ووئيل، د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه په ورسوته کلونو کې ، دماریکا درست ولسمشرانو د اوسنني بې خوده ولسمشر په څير  درستو د ایران   دولس د نجات ډنډورې وهلي  دي ، خو ټول د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام په مقابل کې دریدلي دي او  له هرچا  چې توانیدلي دي ، د صهیونیسټي رژيم او د سیمې د ځینو هیوادونو پشمول د  لیونیو  او په ځنځیر کې د تړلو  سپَیو په توګه  ئې  ورڅخه  مرسته او کار اخستی دی.

حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي له ګواښونو څخه د فرصت جوړونې توانمنۍ  د یوه ایماندار ملت د طبیَعت یوه برخ ه وبلله او وې وئيل ،په مقدسې دفاع کې د ایران د  ولس د فرصت جوړونې مخینه سبب شوې څو  همدا نن  هم هروخت  دښمنان   له پوځي کارډه د استفادې په فکر کې کیږي،نو متوجه دې شي چې  دا یران ملت ته ماته نشي ورکولی ، هماغه شان چې په کرتو  ئې خپلو مخالفانو او امریکایانو ته وئيلي دي ،؛سیمې ته راتلل د تاسو په خوښه دي،خو بیرته ګرځیدل نه ؛ او  دتیریو په بڼه کې به  ښکیل او نابود شئ.

https://iqna.ir/fa/news/4100642/%D8%B

captcha