ایکناخبری آژانس د امارت له قوله راپور راکړ،په متحده عربی اماراتو کې دیره د ۵۲مختلفو ملیّتونو څخه یو زر درې سوه اوه اویا کسان د راس الخیمې د قرآن کریم د دجایزې په یویشتم پړاؤ کې له یوه بل سره سیالۍ کوي.
د راس الخیمې دقرآن اوعلومو د فاؤنډیشن د مدیره پلاوي مشر شیخ صقر بن خالد بن حمید القاسمي په یوې ناستې کې د قاضیانو د کمیټیو له کار او د امتحانونو د لارو چارو دترسره کیدا له بهیره خبر شو او د کمیټیو او د سیالیو دهالونو کتنه ئې وکړه.
شیخ صقر د ښه انتظام او د راس الخیمې د قران کریم د قرآني جایزو او له سیالیو سره د دلچسپۍ او د ټولنې دپراخ ګډون قدرونه وکړه او وې وئيل، دغه سیالۍ کال په کال د راس الخیمې د حاکم شیخ سعود بن صقر القاسمي د ملاتړ او د راس الخیمې د ولی عهد شیخ محمد بن سعود بن صقر القاسمي په دلچسپۍ او تعقیبونې په دلیل لاښې ترسره کیږي.
شیخ صقر ووئيل،ددغه هیواد دښاریزو او بهرنیو اوسیدونکو په ګډون چې د قرآن کریم دحفظ ااو په دې زمینې کې د خپلو مهارتونو دلوړتیا لپاره سره سیالۍ کوي، ډير خوښ یم او په متحده عربی اماراتو کې پخپلې قرآني لارې کې د دوي ټولو لپاره چې وړتیاوې ئې روزل کیږی،او د ګډژوند روحیه دودوي ،دبریالیتوب هیله کوم.دغه سیالۍ داسلام ددین د اعتدال او سولې دارزښتونو ځلانده انځورونه وړاندې کوي.
په اماراتو کې د راس الخیمې دقرآن او علومو د فاؤنډيشن عمومي مدیر احمدمحمد الشحي هم ټينګار وکړ،چې د راس الخیمې دقرآن جایزه د وړتیاؤ د جذبیدا او د سیالس لپاره یو ډګر دی .
ددغو سیایو دقیقه نیټه اعلان شوې نه ده خو د اماراتو د خبری سرچینو په وینا،ددغو سیالیو نهائي مرحله به په دسمبر میاشت کې او پایزې دستورې به ئې هم د ۲۰۲۳کال په جنورۍ کې ترسره شي.