IQNA

د ماسکو د قرآن په نړیوالو سیالیو کې د ایران استازي دریم لمبر شو

13:22 - November 21, 2022
د خبر لمبر: 3486487
ایکنا-(تهران)د  روسیې د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو شلم پړاؤ پرون ناوختهد ماسکو په جامع جومات کې پاي ته ورسید او د ایران نماینده قاری سید مصطفی حسینی  په دغو سیالیو کې دریم مقام ترلاسه کړ.

ایکناخبري آژانس  له روسیې راپور راکړ،دغه سیالۍ دتیرې  جمعې په ورځې یعني د عقرب د میاشتې په اوه ویشتمه نیټه پیل شوې وې  او د روسیې،بحرین،یمن،مصر،مراکش،ترکیې،اماراتو،سوډان،دګډو ګټو هیوادونو اوسورئې پشمول د نړۍ له شلو هیوادونو  قاریانو پکې ګډون درلود.

په پایزو دستورو کې ددغو سیایو د نتیجو له اعلانه وروسته،د ترکیې احمد کوزولومړی ،د مصر عبدالرحمن فرج دوهم او د د ایران سید مصطفی حسیني دریم مقام خپل کړ او د یمن قاري هم په څلور ځائيګي کې شو.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

په دوام کې درته په دغو سیالیو کې د ایران د قاری سید مصطفی حسینی په زړه پورې تلاؤت ویډیوئي کلیب ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4101061/%D9

captcha