IQNA

د اسلامی نړۍ مشهور عالمان/6

ذ؛ساهرکعبی؛په خوشخطۍ سره په فلسطین کې د وطن پالنې ننداره

8:39 - November 24, 2022
د خبر لمبر: 3486501
ایکنا-(تهران)له نیواکګرانو سره د مبارزې لپاره د وطن پرستۍ د شعارونو بیانول لازم نه دي،بلکې پکار دي یوازې سیاسی فعالیتونه  یا وسلوالې مبارزې وشي. ډير هنرمندان دسیاست دنیا ته له واریدیدا پرته دغه احساسات بیانوي.په هغو کې یو ساهر کعبی دی چې پخپلې ښکلي خوشخطۍ سره د وطن پالنې دحس چغې پورته کوي.

ایکناخبری آژانس راپور راکوي،د یوه فلسطیني هنرمند ساهر ناصر سعدان بن کعبی آثارد خپل مهارت ،ن    وښت   او په دغې لارې کې  د تجروبې د پياوړتیا لپاره د خوشخطۍ په لاره کې ددومدارو هڅو ښودنه کوي او ددغه هنرمند آثار د سنتی او تقلیدي هنرونو په چوکاټ کې دسته بندي نشي کیدلی.  هغه تل هڅه کوي، نوي آثار وپنځوي او په عربی خوشخطۍ کې د دودو کلمو او سطرو ترمینځ رابطه د مخاطبانو لپاره په بصری ترکیباتو سره  وړاندې کړي.

 ساهر کعبی همدارازډير زیات هنري آوزارونه او د خوشخطۍ رودې  کارولي دي او له دیني  اومقدسو متنونو،  دعربانو له کلتور او ادبیاتو  او د فلسطین  له ملی شفاهي میراثه  الهام واخلی او دهغه په آثارو کې د قران آیتونه ،نبوي حدیثونه او د عربی او فلسطینی ادبیاتو شعرونه شامل دي.

هغه په یوه پورټریټ کې د اهل تسنن دیوه لوي عالم امام شافعي  مشهوره قصیده «دعِ الأيامّ تفعلُ ماتشاءُ، وطِبْ نفسًا إذا حكَمَ القضاءُ: زمانې ته  اجازت ورکړئچي هرڅه غواړي ترسره ئې کړي او د قضا او قدر له فرمانه خوشال شي؛ په ډير ښکلي انداز او خوشخطۍ سره لیکلې ده.

دغه مسلمان هنرمند خپلې تابلوګانې یا پورټریټس په پخوانۍ مرقعو سټایل سره لیکي، مرقع، د نقاشۍ او خوشخطۍ د ټوټو پخپلو کې سره ګنډل دي.

 

هغه د فلسطین او فلسطینیانو په ستایلو کې د اماراتو د یوه شاعر ؛صقر بن سلطان القاسمي؛شعرونه هم په یوه پورټریټ کې خوشخط لیکلي دي.

 هغه د فلسطین  ملی سبمولونه هم د خوشخطۍ په هنر کې هم نندارې ته وړاندې کوي او د فلسطین د یوه شاعر محمود درویش قصیدې اوشعرونه  ئې هم د وطن پرستۍ ، هویّت  او ژبې په مضمون  سره  په تابلوګانو باندې لیکلي دي  او «الأرضُ تُوْرَثُ كاللغة: یعني  ټاټوبی (وطن) د ژبې په څير په میراث کې رسیږي، په عنواان سره ئې ددغه شاعر د قصیدې په یوې برخې کې د سرزمین یا ټاټوبی  ټکي ته خپل ډير زیات تابلوګانې بیّله کړي دي او دا موضوع  ئې د هویّت د دوو اساسی عنصورونو په توګه،یعنی د ټاټوبی او ژبې او مادری ټاټوبي  او  خاورې  مفهوم د مخاطب په درک کې ډيره پیاوړې کړې ده.

د ساهر الکعبی په تابلوګانو کې رنګ هم نفوذ کړی دی او د محمود درویش په شعر کې ئې د سرزمین یاټاټوبی ټکی ، په تور رنګ سره او نوره کلمې ئې په سره رنګ سره خوشخط  لیکلي دي.

کلیدواژه ها: ساهر کعبی، خوش نویسی عرب، حس میهن پرستی، سرزمین فلسطین

captcha