IQNA

قرآني سورې/42

مشوره کول،د مومن انسان یوه ځانګړنه ده

7:23 - November 27, 2022
د خبر لمبر: 3486513
ایکنا-(تهران)د مومن انسان لپاره ډيرې ځانګړنې ذکر شوي دی چې هره یوه ئې ډير اهمیّت لري.له نورو سره مشوره کول یوه بله ځانګړنه ده،البته داسې ښکاري دغه ځانګړنه یو خاص اهمیّت لري ،ځکه چې د قرآن یوه سوره همدې عنوان ته مخصوصه شوې ده.

د قرآن کریم د دوه څلویښتمې سورې  نامه  شورا ده.دغه سوره ۵۳آیتونه لری، د قرآن کریم په پنځه ویشتمې سپارې کې واقع ده. شورا چې یوه مکي سوره ده ،دوه شپيتمه سوره ده چې پر پیغمبر اکر(ص) نازله شوې ده. ددغې سورې په ؛شوری؛د نومولو علت  په ۳۸آیت کې د مومنانو دیوه صفت بیانول دي په دغه آیت کې راغلي دي؛ «وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَ‌بِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَمْرُ‌هُمْ شُورَ‌ى بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَ‌زَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ: او هغه کسان چې خپل پروردګار غږ ته ئې مثبت ځواب ورکړی  او نماز ئې قایم کړی دی او دهغه کار له نورو سره مشوره ده او له هغه څه چې روزي ئې ګرځول شوې ده، انفاق کوي:::

 د شوری سورئې اصلي هدف او چورلیزي موضوع  د وحي موضوع ده او د توحیدي آیتونو او د مومنانو  او کافرانو د صفتونو بیانول او د هغو د معاد د څرنګوالي بیانول د دغې سورې نورې موخې دي.

ددین په تبلیغ کې د خداي رسول(ص) استقامت ته سپارښتنه ، دخداي وآخواته دخلو بلل، د آسماني دینونو وحدت، د خداي په دین کې له اختلاف اوتفرقه څخه د خلکو نهي کول ، د نورو دتیروتنو بخښل او پر خپلې غوسې غلبه کول ، ددغې سورې نوره موضوعګانې دي.

په شوری سورې کې د توحید،معاد،توبې ،د خداوندمتعال توبه منل  او د مشورو امر او د ټولنې او حکومت په چارو کې دملګرتیا په څير بحثونو ته هم اشاره شوې ده.

ددغې سورې موضوعګانې  په څلورو برخو کې ویشلی شو.

لومړي برخه  چې ددغې سورې ترټولو مهمه برخه جوړوي،له پيغمبرانو سره د خدای تعالی د ارتباط او وحي په باب ده . دغه موضوع د شورا سورې په ټولو برخو کې لیدل کیږی. په دغې موضوع سره پیل شوې او   او په همدې سره ختمیږي او دقرآڼ ،د اسلام د پيغمبر(ص) نبوتاو د نوح علیه السلام له زمانې څخه د رسالت د پيلیدا په څير  اړونده موضوعګانو ته توجه شوې ده.

دوهمه برخه ځيني اشارې دي د توحید دلایلو ته او په پنځون کې د خداوندمتعال  نښو نښانو ته.

دریمه برخه هم  د معاد موضوع ته او په قیامت کې د کافرانو برخلیک ته توجه کوي.

 او په نهایت کې څلورمه برخه د استقامت  اوتوبې اوبخښنې او ورین تندي او دغوسې ختمونې په څير اخلاقي بحثونو ته اشاره کوي او بلنه ورکوي او د ځيل، دنیا پرستۍ اوغرور په څير ناخوښ صفتونه نفي کوي.

تړلې خبرونه
captcha