IQNA

په استانبول کې  د ؛امت مصحف ؛ کتابت کیږي (فلم)

6:58 - November 28, 2022
د خبر لمبر: 3486520
ایکنا-(تهران) د؛امت مصحف ؛ په نامې سره پروژه د  نور خیریه موسیسې  په همت سره  د قرآن کریم د کتابت په موخې سره   د لس ګوڼه قرائتونو او شلو روایتونو په سټایل سره  دترکیې په استانبول کې د یوې نړیوالې کمیټې په څارنې سره  کار پیل کړ.

ایکناخبری آژانس  د ټي ارټي عربی له قوله راپور راکړ،  د قرآن کریم د کتابت په موخې سره  او دهغه دشلو روایتونو او لس ګوڼه قرآئتونو په سټایل سره د ؛امت مصحف؛ نومې د پروژې دبرابرولو پروګرام ،  د نور خیریه موسیسې په همت د مصر د قرائت دیوه استاد شیخ احمد عیسی  المعصراوي  او د قرآن دنړیوالو سیالیو د غوره قاضیانو په څارنې سره په استانبول کې  پیل شو.

په دغو پرانیستونکو دستورو کې   په فرانسې کې ددیره  مصر توکمه عالم او مبلغ  شیخ عمر عبدالکافي،د موریتانیا دیوه غوره متفکر او مبلغ محمد دالحسن  ولد الدودو الشنقیطي  پشمول   د ترکیې  او ځينو عربو  هیوادونو عالمانو  او ددغه پروګرام  چاروالو   شتون  درلود.

 د نور خیریه  ټولنې مشر اسامه عونی په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې  ووئيل ، ددغې پروژې هدف د ټول قرآن کریم په دغه سټایل سره  کتابت او مصحفي تیارول دي چې د درستې اسلامی نړۍ  دټولو هیوادونولپاره مناسب او یو غوره ګام دی . هغه ددې خبرې په کولو سره چې   په امت مصحف کې  پر مکتوبې نسخې سربیره ، صوتي نسخه هم  برابریږي ، ووئيل،  استانبول  په تیرو دوو ورځو کې   د استاد المعصراوي په مشرۍ سره ددغې پروژې  له مسئولانو سره د یوشمیر ناستو شاهد دی.

 

 https://iqna.ir/fa/news/4102657

captcha