IQNA

له موسادجاسوسی ادارې سره د اړونده بلواګرو سزاکول پریکنده او ستایونکی اقدام دی  

15:41 - December 05, 2022
د خبر لمبر: 3486555
ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب  سپاه پاسدارانو نن د  اعلامیې په خپرولو سره د صهیونیسټي رژيم له  جاسوسی ادارو سره د تړلو کسانو په سزاکولو کې د قضایه قوې داقدام په قدرونې سره اعلان وکړ،د ایران امنیتی ځواک به  د دښمن اجاره کړئ شوو له بلواګرو،اشرارو ،بدماشانو او  ترهه ګرو سره په پریکنده چلند کې هیڅ ځنډ او  نرمښت ونه کړي .

ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دعمومی اړیکو  ادارې په دغې اعلامیې کې وئيلي دي ،د صهیونیسټ رژيم له استخباراتي ادارې سره د اړونده بلواګرو او دړه مارانو یو چینل  نیول شوی دی.

 ددغه چینل غړو،د صهیونیسټ رژيم د استخباراتي افسرانو په لارښونې سره دجنګي  وسلو په برابرولو سره د برمتګرۍ اقدامات کوي  او ددې کار په بدل کې ئې د ډ يجیټلی اسعارو په بڼه کې خپل  قیمت ترلاسه کوۀ.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی، دسپاه پاسدارانو په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي، د صهیونیسټي رژيم  له جاسوسی ادارې سره  داړونده  کسانو د دوسیې په  قضائي او قانوني ارزونې کېد ایران د قضایه قوې  چورلټ او پریکنده اقدام او له هغو د څلورو کسانو  دپانسۍ دحکم اجرا،د جرم او جنایت له عاملانو سره دجدي او عادلانه  چلندباندې  دخلکو دډاډمنیدا دپیاوړتیا او اغیزشیندونکي مخه نیونې لپاره یو ځيری او   هیله منونکی اقدام وبالۀ.  په دغې اعلامیې کې زیاته شوې ده،د وروستیو  ورانکارو ،ترهه ګرو او بیلتون غواړو  اقداماتو سره اړونده  دهغو تورنو  د دوسیو دچټکو او پریکنده ارزونو او سپړلو دوام چې  د ایران د امنیت او د خلکو د مال او ناموس په ضد ئې جرمونه کړي  او ملت او  اسلامی ټاټوبی ته ئې نه  جبرانیدونکي درندۀ تاوانونه اړولي دي ،داسې تمه  ده چې په عمومی غوښتې بدله شوې او د قضایه قوې  د اهتمام  وړ ګرځيدلې ده .

د اعلامیې په آخر کې ټينګار شوی دی ، دایران ملت او اسلامی جمهوری نظام به  په ترکیبي جنګ  کې ددښمن پر نوي فتنې په چورلټې  غلبې او  له روانو شرائطو څخه په تیریدا سره  هماغه راز متحد او یوموټی  او په همت او صلابت سره  لازیات د لوړو آرمانونو په لور پرمخ لاشي او ددښمن متحده جبهه  به یو ځل بیا  پخپل بصیرت ، ولولناکې پوهې  او عظمت  سره ناکامه او نهیلي کړي.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1401/09/14/2817012/%

captcha