IQNA

له غره د آتش فشان  د څپو د لوړیدا په وخت د انډونیشیائي مسلمانو ښاریزوغبرګون(فلم)

7:17 - December 06, 2022
د خبر لمبر: 3486558
ایکنا-(تهران)د انډونیشیا په یوه غرهّ کې د آتش فشان وروستیو اور د څڅیدا منظرې یوه ویډیو په ټولنیزو چینلونو کې خپره شوې ده چې  په دې وخت د انډونیشیا مسلمانان د تکبیر چغې پورته کوي.

ایکناخبری آژانس د المواطن له قوله راپور راکړ، ددغې ویډیو ځیني شیبې ښې چې آتش فشان د خوټيدا په حال کې دی او د سیمې اوسیدونکي  هم ورڅخه په تښتې دي.

د انډونیشیا دچارواکو په وینا،له دغې پيښې وروسته  او د آتش فشان د اور او د ایرو پورته کیدا تر  پڼځلس کلومیټرو پورې په لوړیدا پسې،ددغې سیمې شل زره کسانو سیمه پریښودلې ده .ددغې ویډیو په اساس د سیمې اوسیدونکي د الله اکبر چغې پورته کوي.

د سمرو غر  چې دانډونیشیا په جاوه ټاپو کې ترټولو لوړ غر دی ، تیر کال د یوې داسې آتش فشان د لوخړو شاهد ؤ چې د پنځوسو کسانو د وژل کیدا او د زرګونو خلکو دکډه په سر کیدا سبب شو.

په ویډیو کې د اڼدونیشیائي مسلمانانو د پيښې په وخت د تکبیر د چغو  یوه لنډه شان ویډیو هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4104667

 

captcha