ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د قرآني څيړنو دیارلسم نړیوال کنفرانس، د خیریه چارو او اوقافو دادارې د قرآني چارو د مرکز او دقرآن کریم د علومو اومعارفو دپوهنتون په ملګرتیا سره د قرآ کریم له نړیوالو سیالیو سره په یووخت ترسره کیږي.
د سمینار دغه پړاؤ به د ؛د قرآن د انساني علومو د پيژندګلوۍ په موضوع سره په څلورو کلی چورلیزونو کې،یعني ، د ماهیّت ،اصولو او ځانګړنو،د حدودو او اندازو، د چیلنجونونه تاوانونه او پایلو او دلارو چارو په څلورو چورلیزونو کې او د قران کریم د نړیوالو سیالیو د نهه دیرشم پړاؤ له ترسره کیدا سره په یووخت د داخلی او بهرنیو متفکرانو او شخصیّتونو په شتون سره ترسره شي.
په دغه سمینار کې د ګډون او د خپلو مقالو د لیږلو لپاره مینه وال او ګروهمن ،د https://qhem.quran.ac.ir/ انټرنیټي ایډریس له لارې ، یا د قم په ایډریس سره یعني ؛ قم، بلوار ۱۵ خرداد، خیابان شهید میثمی،یا ، سازمان مرکزی دانشگاه علوم و معارف قرآن کریم، یا هم د دبیرخانه مرکزی سیزدهمین همایش بینالمللی پژوهشهای قرآنی او همداراز له ټيلیفون شمیرې سره ،یعني په دغه نمبر ۳۷۶۰۴۰۷۰-۰۲۵ سره په تماس سره اقدام کولی شي.
دغه سمینار ته د مقالو دلیږلو ترټولو وروستۍ نیټه هم د راتلونکي مرغومی د میاشت تر نیمائي پورې اعلان شوې ده. ددغه سمینار د ترسره کیدا له اعلان سره په یووخت په دې اړه ،په انګریزي ،فارسي او عربی درو ژبو سره پوسټرې ،پورټریت او بروشرې هم خپرې شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4104601