IQNA

په ګامبیا کې ددینونو لومړنی کنفرانس ترسره  شو

7:33 - December 08, 2022
د خبر لمبر: 3486570
ایکنا-(تهران)ګامبیا  د دینی مشرانو،حکومتي چارواکو او سیاسی لوبغاړو پشمول د مختلفو ۵۴افریقایی هیوادونو څخه دمیلمنو په شتون سره د سولې او پخلاینې په خاطر په افریقا کې د خپلو دینونو ترمینځ د سولې سمینار ترسره کړ.

ایکناخبری آژانس د The Point  له قوله راپور راکړو دغه کنفرانس چې  د ؛افریقا دعالمانو او ددینی چارود وزیرانو په نامې سره د مسلماننو د نړیوالې اتحادئې په وسیله منظم شوی ؤ،د لیندۍ یا قوس د میاشتې په پنځلسمه نیټه د ګامبیا په بیجیلو ښآر کې ترسره شو.

د ګامبیا ولسمشر آداما بارو  ددغه سمینار په پرانیستونکو دستورو کې ټينګار وکړ، هغه پيچلتیاوې چې  نړۍ سره لاس اوګریوان ده ،ګواکې پر دین اغیزې لري  او د مسلمانو عالمانو دندې لازیاتې پيچلي  اوزیاتوي.

هغه روښآنه کړه،مسلمانان هماغه شان په مختلفو فرقو کې تقسیم او حتی  له یوه بل سره د دښمنانو په شان جنګیږي. له درستو ویرو او چیلنجونو سره سره ، ددغه بهیر د اپوټه کولو لپاره ډير فرصتونه شته دي.

د ګامبیا ولسمشر ووئيل، مسلمانان په تیره بیا ځوانان او شخصیّتونه،د غیر اسلامی ژوند د رودو دغوره کیدا په وړاندې  دخپلو ارزښتونو،نړۍ لید او مقاومت ترمینځ دانډول او ظرفیّت د پیاوړتیا لپاره ډيرې ټاکنې لري چې باید لاس په کار شي او د پخلاینې اوسولې لپاره ګامونه پورته کړي او ښه سوله ایز او کرار ژوند ولرل شي.

https://iqna.ir/fa/news/4105267/%D8

captcha