IQNA

د کویت له قرآني خدماتو د نړۍ کابو ۱۱۶میلیون کارؤنکو استفاده کړې ده 

15:41 - December 12, 2022
د خبر لمبر: 3486586
ایکنا-(تهران) د کویت د الیکټرانیک بلنې کمیټې د مدیر په وینا،ددغه مرکز په تیره بیا دعلومو او قراني ترجمو په حوزې کې له انټرنیټي خدماتو څخه په مختلفو ژبو د هیواد له دوه سوه نهه څلویښت څخه  یوسل شپاړس میلیون آرویدونکو او کتونکو  استفاده کړې ده.همداراز په یولړ دستورو کې د کویت د خاصو اړتیاؤ لرونکو د قرآن  له دوه سوه زده کونکو حافظانو  هم ستاینه وشوه.

ایکناخبری آژانس  دالرائ له قوله راپور راکړد النجات خیریه ټولګې سره  داړونده الیکیټرانیک بلنې دکمیش مدیر عبدالله الدوسري،د الیکټرانیک بلنې د پلان د بریالیتوب لپاره د اوقافو د دارلاانشاء د هلوځلو ستاینه او قدرونه وکړه.

هغه ووئيل،په الیکټرانیک بڼه د قرآن د ترجمو  او د قرآني  علومو د خپریدا پروګرام، په درستې نړۍ کې د قرآن کریم د آوریدو په پنځه میلیارډ دقیقو په پوره کولو کې بریالی شو.د الدوسری په وینا،په مختلفو ژبو دهیواد له ۲۴۹څخه یوسل شپاړس میلیون آوریدونکو او کتونکو د قرن کریم ترجمې او علمونه آوریدولي دي.

الدوسري روښانه کړه،دغه پلان د خپلو موخو د پوره کیدا لپاره له مختلفو آوزارونو او څه دپاسه یو پنځوسو نړیوالو ترجمو څخه استفاده کړې ده.

د کویت دپاچائۍ مانۍ د چارو  د ادارې عمومي مدیر په شتون  او د دارالعثمان قرآن حفظ کولو د مرکز په همت سره  او دغه راز د کویت د ښونې او روزنې د وزارت د خاصو زده کړو دبرخې داستازو په شتون سره د خاصو اړتیا لرونکو زده  کونکو حافظانو د ستاینې او قدرونې دستورې ترسره شوې.

د کویت د پاچائي مانۍ د چارو د ادارې  دعمومي مدیر الرجس په وینا، دغه سیالۍ د قرآن کریم د درک او حفظ ته په  خاصو ضرورتونو سره د کسانو د هڅونې په موخې سره  او همداراز په تدبر او  ورباندې په عمل سره ترسره شوې  چې د شرافتمندانه  او ایماني سیالۍ د روحيې د پیاوړتیا سبب کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4106084

captcha