ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران اسلامی جمهوریت د افغانستان اوسنۍ واکمنه اداره په رسمیت نده پیژندلی خو په ځینو موردونو کې د دغه هیواد دمشکلاتو دکمولو لپاره یې له هغې سره ارتباط ټینګ کړې دې .
د ایران خارجه وزیر ښاغلی امیر عبداللهیان چی د خپل لبناني همڅنګ په بلنه بیروت ته تللی ؤ،پرون ئې د لبنان د لومړی وزیر،خارجه وزیراوپارلیمان مشر په شمول له لبناني چارواکو سره کتنه او خبرې اترې کړي او نن سهار وختي د سورئې په رسمي سفر دمشق ته تللی دی .
امیر عبداللهیان د لبنان له سیاسی او دیني ډلو له مسئولانو و وګړو سره په کتنه کې وویل د ایران اسلامی جمهوریت د افغانستان اوسنۍ واکمنه اداره په رسمیت نده پیژندلی خو په ځینو موردونو کې د دغه هیواد دمشکلاتو دکمولو لپاره یې له هغې سره ارتباط ټینګ کړې دې .
ده پردې په ټینګار سره چی ایران به د افغانستان له خلکو خپل ملاتړ ته دوام ورکړی،د دغه هیواد دخارجه وزارت په وړاندې د داعش ترهه ګر اقدام وغنده .