IQNA

د قران شریف سپکاوی د ټولو آسماني دینونو سپکاوی دی

16:29 - January 26, 2023
د خبر لمبر: 3486807
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: هغه کسان چي د قرآن شریف او د مبارک پیغمبر سپکاوی کوي، باید پوه شي چي په دې کار سره د ټوله بشریت او د ټولو ابراهیمي مذاهبو د سپکاوی معنا ورکوي.

ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د لمانځه په عمومي غونډه کې په اروپا کې چي ځان د ازادی ټاټوبې بولي، د قران د سپکاوی غندنه وکړه او وویل:هغه کسان چي د قرآن کریم او د خدای د مخلوق د ترټولوغوره یعني پیغمبر اکرم ص سپکاوی کوي، باید پوه شي چي په دې کار سره، د ټولو ابراهیمي دینونو او د ټول بشریت سپکاوي کوي.

ابراهیم رئیسي ددې په بیانولو چي دغه ډول ناوړه کارونه چي د بیان د ازادی په نامه تر سره کیږي په حقیقت کې د ټوله بشریت سپکاوی دی، جوته کړه: په ټوله دنیا کې هیڅوک ددې کار پلویتوب نه کوي ځکه چي قرآن او الهي دینونو ته سپکاوی ناوړه، عمل او د بیان له ازادی سره سمون نه خوري.

د ایران ولسمشر د مسلمانانو او د بشریت په ضد د اروپایانو جنایتونو ته په اشارې سره، وویل: اروپایان چي ځانونه د بشري حقوقوددفاع مدعیان بولي اوس باید تورن شي او د مسلمانانو او د نړیوالو د عامه افکارو په وړاندې د خپلو شومو اقداماتو ځواب ووایي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126874

captcha