زمونږخبریال درهبرۍ د سایټ له قوله راپور راکړ،د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي نن سهار تر درو ساعتونو پورې دداخلی توانمنیو دنندارتون چې په مختلفو حوزو کې ترسره شوی ؤ لیدنه وکړه.
دغه نندارتوند کال د شعار په مناسبت چې ؛تولید،بنسټ پوهه،او دکارکسب رامینځةکول ؛نومول شوی ؤ ،ترسره شو.
په دغه نندارتون کې د معدني او اکتشافی،الیکټرانيکي اومخابیراتي،ریلي او سړکونو،سمندري او هوائي،هستوګنې ،تیل او پیټروکیمیکلز،د کورونو د وسایلو، قالیو، ګاډو،کرهڼيزوچارو،اوب ژویو،د بریښنا او بټیو او د ډيمونو د جوړولو او دغه راز د اوبو دمدیریّت د پلانونو او ورسره د اطلاعاتو او ارتباطاتو د ټينکنالوجۍ په حوزو کې داخلی توانمنئ نندارې ته وړاندې شوي وې.