IQNA

استعماری دسیسې او د اسلامی انقلاب د ستر لارښود دریځ

  د اسکتبار له دسیسو سره سره،راتلونکی له اسلام سره ښائي

6:39 - January 29, 2023
د خبر لمبر: 3486815
ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي په اروپائي هیوادونو کې دقرآن کریم وروستي سپکاوي په سخته محکوم کړل او راتلونکی ئې له اسلام لره وباله.

ایکناخبری آژانس د رهبرۍ د دفتر له قوله راپور راکړ، داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي په څو اروپائي هیوادونو کې د آسماني کتاب قرآن کریم او د اسلامی سپيڅلتیاؤ سپکاوي محکوم کړل.

حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي دغه سپکاوي د اسلام له اصل سره د استکبار او استعمارددښمنۍ نښه وبلله او د نړۍ درست آزادي غواړي ئې د مقدساتو د سپکاویو او پر نورو د تپلو د سپیرو او بې شرمه سیاستونوسره مقابلې ته وبلل

د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د دغه جوت دریځ بشپړ متن د رهبرۍ په ویب سایټ KHAMENEI.IR  لیدلئ شئ چې پکې راغلي دي، د بیان د آزادۍ په پلمه د آسماني کتاب قرآن کریم په لیونتوب سره سپکاوي ښئ، د استکبار د حملو په شیشت کې د اسلام  اوقرآڼ اصل دی . د استکبار له دسیسو سره سره،قرآن کریم ورځ تر بلې لازیات غوړیدلی او راتلونکی له اسلام لره دی .د نړۍ درست آزادي غواړي باید د مسلمانانو ترڅنګ د نفرت خورونې او د سپيڅلتیاؤ د سپکاوي کونکو پلیتو سیاستونو سره مقابله وکړي:

https://iqna.ir/fa/news/4117338

 

captcha