IQNA

د پوهنتوني جهاد اورګان اعلامیه

 د نړۍ دینی رهبران دې د قران کریم له سپکاوي کونکو عاملانو سره خپل حدود روښانه کړي

7:28 - January 30, 2023
د خبر لمبر: 3486822
ایکنا-(تهران)د پوهنتوني جهاد  انقلابی اورګان  دیوې اعلامیې په خپرولو سره په خينو لویدیځي هیوادونو کې د قرآن کریم د حرمت په ماتولو کې د وروستیو سپکو اقداماتو په محکومولو سره ، دتوحیدی نړۍ له روڼ اندو ،دیني رهبرانو او مصلحانو غواړي،ددغه نفرت خورونکي او سپک اقدام په محکومیَت سره دې له دغو عاملانو سره روښانه حد او حدود معلوم کړي او  له اسلامی نړۍ سره دې دخپلې ایماندارئ  ورورولي او اعتقادي پیوستون څرګند کړي او د ابراهیمي امت ترمینځ د ې د تفرقې ،درز ا و اختلاف خنډ شي.

ایکناخبری آژانس د پوهنتوني جهاد دعمومی اړیکو له قوله راپور راکړ، دغه اورګان د قرآڼ کریم دحرمت د ماتونې په محکومیّت کې یوه اعلامیه صادره کړې  چې متن ئې ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.
بسم‌الله الرحمن الرحیم
«یُرِیدُونَ لِیُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ کَرِهَ الْکَافِرُونَ»

قرآن کریم ،د ترټولو وروستي رسول حضرت محمدد مصطفی (ص) د پیغمبرۍ یوه حقیقي او همیشنۍ نښه،تل پاتې او ژغورونکی سند او په ټولو پړاؤنو کې د انسان د  لارښونې روښانه مشال دی. دغه کتاب درست بشریّت  له هر ډول توکم او ژبې څخه یوې روښانه لیدتوګې او د عقلاني ژوند رودې خپلولو ته بولي انسان د تورتم ،جهل له پآچائۍ او خودغرضه  اوځان منامه زندانه ، د پوهیدا او روښانه دنیا په لور هدایت کړي. دغه کتاب د عقلمندو لپاره یوه نښته ده څو ددې په روښانه تعلیماتو کې په فکر اوغور کولو سره،د نړۍ دستمګرو او برلاسه غواړو ناپاکه څيره رسوا کړي او د تورتمو قوماندانانو اسیر انسان ته   رڼا دنیا وښئ.

دا دی اوس چې د انسان دعلم ډیوې، دهغه نظر د فطرت له ټاټوپی د آسمان  وآخوا ته متوجه کړی،هغه ئې  د پوهې دروازې ته نزدې کړی  او دپوهې تږئ ئې کړی دی ،دپيغمبر اکرم(ص) دغه تل پاتې معجزې نورانیّت او رڼا،په درستې نړۍ کې له  بل هر وخته زیاته  خوره وره شوې او د اوسمهاله  نادانو  نه سمې او بدرنګه څيرې ئې رسوا کړي دي.

په دغه شان پړاؤ کې ،د پیغمبر اکرم دمنزلت او شان او دهغه د پیغمبرۍ دسند په بې احترامۍ کې د جهل اوتعصب  د لښکریانو ځیږ او سپک اقدامات،د دوي د ژورې کینې یوه روښانه نښه ده چې په نړۍ کې به د توحیدي کلتور د رایحې له لازیاتې ورانیدا پرته بله نتیجه ونه لری.

هو! دا د  خداوندکریم وعده چې فرمائي ؛ «إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّکْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ»؛ هماغه د نړیوالو د پروردګار ریښتونیسنت چې خپله مستقیمه لاره ئې  پر خپلو بندګانوروښانه کوي او د کفر او دوه  مخیتوب او منافقت څيره رسواکوي چې«وَمَا کَیْدُ الْکَافِرِینَ إِلَّا فِی ضَلَالٍ».

دا دی اوس د هر یوه مسلمان دنده،د قرآن هدایتونکي خبرې او دنجات رسئ ته لاس اچول او د انساني ټولنو په شخصي او اجتماعي ژوند کې ئې دلوړ فرهنګ  او تمدن تحقق دی.دغو ړندو او سپيرو  اقداماتو ته کلک او پیاوړی ځواب،ددغه جاویدانه کلام دنوراني آیتونو په ژوند بخښونکو تعلیماتو  منصفانه پيژندګلوي او ورباندې ښه عمل کوي دي ،چې ، «وَمَا جَعَلَهُ اللَّهُ إِلَّا بُشْرَىٰ لَکُمْ وَلِتَطْمَئِنَّ قُلُوبُکُمْ بِهِ ۗ وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ الْعَزِیزِ الْحَکِیمِ».

د پوهنتوني جهاد  انقلابی اورګان  دیوې اعلامیې په خپرولو سره په خينو لویدیځي هیوادونو کې د قرآن کریم د حرمت په ماتولو کې د وروستیو سپکو اقداماتو په محکومولو سره ، دتوحیدی نړۍ له روڼ اندو ،دیني رهبرانو او مصلحانو غواړي،ددغه نفرت خورونکي او سپک اقدام په محکومیَت سره دې له دغو عاملانو سره روښانه حداو حدود معلوم کړي او  له اسلامی نړۍ سره دې دخپلې ایماندارئ  ورورولي او اعتقادي پیوستون څرګند کړي او د ابراهیمي امت ترمینځ د ې د تفرقې ،درز ا و اختلاف خنډ شي. د نړۍپتمن مسئولیّت لری چې دتوحیدي فرهنګ دمیراث خیال وساتي څو پر  اوسمهاله نړۍ د لودیځ د تمدن د فساد ګر کلتورد غلبې ددوام مخه ونیول شي.

captcha